کور / تازه خبرونه / د ملکی افغانانو قاتل امریکایی اعتراف وکړ

د ملکی افغانانو قاتل امریکایی اعتراف وکړ

د بی بی سی نړیواله څانګه خبر ورکوی چی هغه امریکایی پوځی چی همدا سږ کال یې په افغانستان کی دوه ملکی افغانان وژلي وو ، په خپل جرم اعتراف وکړ او نهه میاشتي قید پر راووت . پنځو نورو پوځیانو هم درې ملکی افغانان په کندهار کی وژلي وو چی ښایی اعتراف وکړی خو سپکه سزا به ووینی .
هغوی چی دغه افغانان ووژل نو د جسدونو سره یې د ملنډو په توګه عکسونه اخیستل خو قاضی وایی چی دا عکسونه باید خپاره نسی .
اصلی قاتل « کلوین ګیبز » نومیږی چی څو ملکی افغانان یې وژلي دي . هغه به د دغو انسانان د لاسو او پښو هډوکي او هم نوکان کښل او هغه به یې ورسره ساتل .
دغو پوځیانو وژل سوي کسان په برچو وهل او نور یې هم پسی سوري سوري کول او نور کسان یې په چاقوګانو سره بېرول تر څو احوال و نه وایی .
خو امریکایی پوځیان د غیر امریکایانو د وژلو په اتهام د مرګ د سزا سره نه مخامخ کیږی حال دا چی غیر امریکایان بیا د امریکایانو دوژلو په تور اعداموي .