د میرویس روغتون د صحی پرسونل د کمبود له امله، د صحی خدمتونو کیفیت خراب شوی
همایون شعیب
د کندهارد میرویس حوزه وی روغتون چی په جنوب غربی ولایتونو کی یواځنی لوی اومصروف روغتون دی ، اکثره دی روغتون ته د جنګ او جګړو ، ترافیکی ، چاودنو او د نورو پیښوو زخمیان راوړل کیږی ، په دی روستیو کی د کندهار ولایت د خلکو د مکررو غوښتونو په اساس د دی روغتون د بسترونو شمیر له ۳۵۰ نه ۵۰۰ بسترو ته لوړ شوی.
خو د روغتیا وزارت له خوا بیا د دی روغتون ، د صحی پرسونل د زیاتولو په اړه هیڅ کو تصمیم ندی نیول شوی او د کندهار ولایت د عامی روغتیا د مسوولینو په وینا ، د واقعاتو د تراکم له امله، صحی پرسونل د اړو کسانو درملنی ته رسیده ګی نشی کولی او د بلی خوا د خدماتو کیفیت هم د پرسونل د کموالی له امله د سختو ستونزو سره مخ شوی دی .
د جنوب غرب حوزی یوشمیر اوسیدونکی چی میرویس روغتون ته یی د بیلابیلو پیښوو له امله ټپیان او مریضان یی راوړی، دوی په دی اړه خپل نظرونه داسی څرګندوی :
د کندهارد میرویس حوزه وی روغتون مسوولین وایی :،،د تیروو شپږو میاشتو را په دیخوا، دی روغتون ته څه د پاسه ۸۳ زره تنه مریضانو مراجعه کړی چی د هغو له ډلی ۱۴۵۸۰ تنه بستر شوی او ۴۳۴۲ عملیاتی مریضان تر در ملنی لاندی نیول شوی دی .
میرویس روغتون فقط دوه عملیات خانی لری او یاد ټول عملیاتونه په کی ترسره شوی دی .
د کندهار ولایت د میرویس روغتون ریس داکتر داود فرهاد وایی :
داکتر فراهاد وایی په میرویس روغتون کی د د عاجلو واقعاتو فیصدی ۸۵٪ فیصدو ته لوړه شوی ، خو د پرسونل کمبود د دوی له پاره یوه ستره ستونزه ده چی د دوی ټولی هڅی یی تر شعاع لاندی روستی او دخدماتو کیفیت یی د ننګونی سره مخ کړی دی .بیا هم ډاکتر فرهاد وایی :
د کندهار میرویس روغتون د افغانستان په جنوب غرب کی یواځنی د تخصصی اود اخطلاتی واقعاتو شفاخانه ده چی د سره صلیب له خوا حمایه کیږی ،خو بیاهم د تخنیکی وسایلو په اړخ کی له کمبود سره مخ ده .