کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د افغانستان په سهېل کي زيات ماشومان د جګړې قرباني کيږي

د افغانستان په سهېل کي زيات ماشومان د جګړې قرباني کيږي

 .
په افغانستان کی اوس هم ماشومان د جګړی  تر تولویه قربانی ورکوی . او دغه شمیره په جنوب غربی ولایتونو کی خورا لوړه ده ، په جنګ ځپلو ولایتونو کی ماشومانو نه یوازی د مصونیت د نشته والی څخه  زوریږی ، بلکه د ښوونی اوروزنی او روغتیایی  لومړنی خدماتو څخه  هم محروم دی .

د افغانستان په جنوب کی ډیری ماشومان د جګړی او تاوتریخوالی قریانی کیږی او دغه وضعیت اوس هم روان دی .
 شپږ کلن عبدالجبار چی د هلمند ولایت د سنګین ولسوالی اوسیدونکی دی ، د وسله والو طالبانو او دنړیوالو ځواکونو په درنه جګړه کی چی پدی روستیو کی رامنځ ته شوی وه  د خپلی کورنی شپږ غړی یی د مور په ګډون د لاسه ورګړی دی  .


عبدالجبار د تیری میاشتی په ۲۴ مه نیټه د شپږو نورو ټپی ماشومانو سره د کندهار میرویس روغتون ته راوړل شوی وه ، خو اکثره ټپی شوی ماشومان روسته د درملنی څخه خارج شول خو عبدالجبار چی ظاهرآ په بدن  هیڅ ټب نه لری په روغتون کی پاتی دی .

عبدالغفار چی د شپږ کلن عبدالجبار پایواز دی. داچی په جبار څه شوی ؟ دی وایی :

عبدالجبار ښه خوراک او څاک  کوی اما په دی نه پوهیږی چی دی اوس چیری دی ، او نه هم د خپل پلار، مور او دکورنی د غړو هیڅ راز غوښتنه نه کوی .
عبدالغفار خان وایی :

د عبدالجبار د خپلوانوپه وینا : مخکی د  دی پيښی څخه عبدالجبار ښی خبری کولی د خپلو همزولو سره یی لوبی کولی ، خو د تیری میاشتی په ۲۳ مه نیټه چی د وسله والو او نړیوالو ځواکونوترمنځ د سنګین لسوالی د اسحاق زو په لوی مسجد په کلی کی نښته رامنځ ته شوه د جګړی له ویری خلک  ریګی کلی ته بار شول او  څو کورنی په یوه کلا کی ځای په ځای شوی وو چی نا څاپه په همدی وخت کی په  نوموړی کلا باندی بریدونه ترسره شول ، چی د عبدالجبار د کورنی د غړو ترڅنګ ډیر نور هم وژل شول .
.
عبدالغفار خان وایی :

په کندهار ولایت کی د میرویس روغتون ډاکتران وایی عبدالجبار د جګړی او د تر سره شوو بریدونو له امله روحی ضربه لیدلی او دی نشی کولی چی حتی د خپلی کورنی د غړو سره ارتباط تینګ کړی .
داکتر داود فرهاد د میرویس رغتون سرطبیب وایی :

د افغانستان په اکثرو ولایاتو کی اوس هم ماشومان د جنګ او جګړی قربانی کیږی او د بشر د حقوقو په وینا : د ماشومانو لومړنی  او اساسی حقوق په شدت سره تر پښولاندی شوی .
د بلی خوا په دی  روستیو کی دافغانستان په جنوب غربی ولایتونو کی د ملکی خلکو مرګ ژوبله زیاته شوی چی په  هغو کی د ماشومانو شمیر د پام وړ دی. تیره میاشت په کندهار او شاو خوا ولایتونو کی د ماشومانو په وړاندی تقریبآ ۸۰ پيښی رامنځ ته شوی چی په هغوکی ۲۲ د چاودنو ، لس د جګړو او ۴۴ ترافیکی پیښی دی چی ټول قربانیان یی ماشومان دی  .

 د جنګ ځپلو ولایتونو ماشومان په جنوب او جنوب غربی ولایتونو کی د نا امنیو اوتاوتریخوالی له امله  د پولیو او یا  د ګوزڼ ضد واکسین ناسیون  تطبیق او نور روغتیایی خدماتوڅخه محروم او همداسی  د نوموړو سیمو ماشومان  د ښونی او روزنی   د نعمت څخه هم  بی برخی دی .