کور / تازه خبرونه / ناکامو کانديدانو له لوى څارنوال سره وکتل

ناکامو کانديدانو له لوى څارنوال سره وکتل

د افغانستان په پارلماني انتخاباتو کي ماتي خوړلو کانديدانو نن د جمعې په ورځ په کابل کي د هيواد له لوى څارنوال محمداسحق الکو سره وليدل.
کانديدانو له لوى څارنوال څخه غوښتنه کړې چي په انتخاباتو کي درغلۍ په جدي توګه وڅېړي او درغلو کسانو سزا ورکړي.
بلي خوا ته ښاغلي الکو وکيلانو ته ډاډ ورکړى چي په دې باب به نه د چا فشار ته غاړه کښېږدي او نه به کومه معامله وکړي او د انتخاباتو د درغليو په باب به خپلو څېړونو ته دوام ورکړي.
بايد وويل سي چي په افغانستان کي د نوي پارلمان وکيلان د ټاکنو د خپلواک کمېسون له خوا اعلان سول، خو لويه څارنوالي وايي تر څو چي درغلۍ نه وي څېړل سوي د ټاکنو د پايلو اعلان اعتبار نه لري.