کور / سپورټي / افغانستان له سکاټلنډ سره په لوبه کې ١٧١ منډي جوړي کړې

افغانستان له سکاټلنډ سره په لوبه کې ١٧١ منډي جوړي کړې

افغان ملي لوبډلې د توپ وهنې په لومړي نوبت کې د سکاټلینډ هیواد ته ۱۷۱ منډې جوړې کړي چې په دې حساب مخالفه لوبډله د افغان لوبډلې څخه په لومړۍ پاڼۍ کې ۴۱ منډې مخکې ده.
د سکاټلینډ هیواد په خپله دویم نوبت کې په توپوهنه وکړ او افغانستان توپ اچونه کوي.

د افغان ملي لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ توپ اچونه:
د لومړۍ پاڼۍ په توپ اچونه کې حمید حسن ۵ ویکټې واخستلې، میرویس اشرف هم د سکاټلینډ ۳ او شاپور ځدران ۲ لوبغاړي وسوځول.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې د توپوهنې شمېر پاڼه:
د توپوهنې په ډګر کې افغان لوبډلې کپتان نوروز منګل وځلید او ۹۲ توپونو یې ۵۶ منډې وکړي، همدارنګه کریم صادق ۳۴ او اصفر سلام خېل ۲۶ منډې جوړې کړي.

د لویو وچو د جام لپاره افغان ملي لوبډله:
نوروز منګل (كپتان)، كريم صادق، اصغر ستانكزى، حميد حسن، سميع الله شينوارى، شاپور ځدراڼ، شبير نوري، شهزاد محمدي، آفتاب عالم، باطن شاه، عبدالله مزاري، محمد نبي، ميرويس اشرف، محمد سميع.

دد کرکټ نړیوالې شورا پتیلې چې دا لوبه د ویب پاڼې د لارې په ژوندې بڼه د کرکټ مینوالو ته وړاندې کوي.
په لاندې پاڼه کې کولای شئ چې په ژوندۍ بڼه د افغانستان او سکاټلینډ لوبه وګورئ:
http://www.livestream.com/cricketscotlandtvlive
په لاندې پاڼه کې کولای شئ چې تاسو په ژوند بڼه معلومات تر لاسه کړئ:
http://icc-cricket.yahoo.net/index.php
په افغانستان کې سلام وطندرا او د ننګرهار د کلید رادیو پتیلې چې په ژوندۍ بڼه غږیز معلومات په هیواد کې د کرکټ مینوالو ته وړاندې کړي.