کور / تازه خبرونه / د ٢٠١٨ او ٢٠٢٢ کلونو د فټبال سياليو کوربانه انتخاب سول

د ٢٠١٨ او ٢٠٢٢ کلونو د فټبال سياليو کوربانه انتخاب سول

د فيفا له خوا د ٢٠١٨ او ٢٠٢٢ کلونو د فټبال نړۍ والو سياليو د ترسره کېدو دپاره روسيه او قطر هيوادونه ټاکل سوي دي.
فيفا وايي د ٢٠١٨ کال لوبي به په روسيه کي او د ٢٠٢٢ کال هغې به په عربي هيواد قطر کي ترسره سي.
قطر د نړۍ تر ټولو وړوکى او لومړنى مسلمان هيواد دئ چي دغه لوبي به پکښي ترسره سي.
بايد وويل سي چي د فټبال د ٢٠١٤ کال سيالۍ په برازيل کي ترسره کېږي.