په کندهار کی سږ کال، د انارو حاصلاتو څخه باغ لرونکی او سوداګر ډیر خوښ دی .
که څه هم ، سږ کال د کندهار د انارو د حاصلاتو په موسم کی ، په ارغنداب کی جنګ او جګرو زور اخیستی وه ، او د سله والود شړلو عملیات روان وه ، خو د تیر کال په پرتله بیا باغ لرونکی تر ډیره حده، د انارود سږن کال د محصولاتو څخه راضی دی .
جان محمد د ارغنداب ولسوای یو اوسیدونکی بیا وایی :
په کندهار کی د کرهنی د ریاست ریس احمدشاه روشن هم وایی : د دوی ،د سروی او راپورنو په اساس سږ کال د انارو محصلات ، بی له کوم مرض او یا زرعتی آفاتو څخه تر لاسه کیږی ، او د انارو کیفیت ډیر ښه دی .
کورنی سوداګر ، چی د انارو کارو بار د یوه ولایت څخه بل ولایت ته کوی دوی هم د انارو مارکیت ، ښه ګڼی او وایی : د کندهار انار د کابل څخه نیولی بیا تقریبا ټولو ولایاتو ته وړل کیږی او ښه ګټه هم تری تر لاسه کیږی.
حاجی حبیب الله د انارو یو سوداګر وایی :
خو د کندهار ولایت د سوداګری د اطاقونو مسوولین وایی : اوس د کندهار د انارو له پاره یوازی د هند او پاکستان مارکیتونه خلاص دی دنور هیوادونو مارکیتونه د بیلابیلو دلایلو له امله ، د انارو او تاجرانو پر مخ بند شوی ، چی او س افغانی انار ، د پاکستانی میوو په نامه بهر نیو هیوادونو ته صادریږی.
۲۵۰۰ټنه انار تر اوسه د کندهار څخه د واګا بندر د لاری پاکستان او هندوستان مارکیتونو ته صادر شوی دی ، د کندهار ولایت سوداګر وایی که دوی ته د ویزی آسانتیا وی برابری شی دوی کولی شی په خپله د د کندهار محصولاتو او په تیره انارو ، انګورو او وچی میوو ته مارکیتونه پیداکړی .