کور / شعر / غزل

غزل

حیران یم نه پوهیږم په ستم زما د یار
وژاړم په ځان او که په غم زما د یار

کله سترګو کی موسکه شی کله شنه شی له ژړا
په غم کی اموخته شوم په دی چم زما دیار

څاڅکی شی باران شی راوریګی له اسمانه
رایاد ۍ چی دیدن شی ما خوستن زما دیار

ناڅاپه په مخ راغله نوک نیولي وارختا شوه
ادا وو یې په زړا باندي ویشتم زما دیار

(شفق)قلم په لاس کی خو له شعرنه خبر نه وؤم
وس جوړ رانه شاعر شو په یو دم زما دیار