کور / شعر / زما ننګرهاره

زما ننګرهاره

زړه شو زخمی په مينه                                 کامله طاهر/ امستردام
د دی پرهاره ځار  شم
چه نه هیريږی سيمه
له ننګرهاره  ځار شم

سترګو نه لری زما
زړه کی دننه زما
مينه ده هسکه په کی
هم د شنواره ځار شم

بچی باتور دی یاد کړم
شین دره نور دی یاد کړم
مومندره ښګلی ده
د چپرهاره ځارشم

يمه کامی ته روان
بیا دیدن کړم د نازیان
ښایسته اچين ګورمه
د ګلو هاره  ځار شم

خوږه یي ژبه ګوره
د خوګیانیو په کی
ګوشته ډیوه ده په کی
د لاله زاره ، ځارشم

د بټی کوټ زلمیان
دا د غیرت پتنګان
نجونی ټپی کړی درته
ستا له سینګاره ځار شم

کله شیرزاد ته لاړ شو
ښایسته رودات ته لاړ شو
په زړه لال پور وریږی
له دی دیاره ځار شم

د پلار نیکه مسکنه
ای ابدی ګلشنه
ټاتوبی زما سرخروده
درنه سل  واره ځار شم

ته مي خوبو کی راځی
تل خاطرو کی راځی
د « کاملی » قراره
ستا له بهاره  ځار شم