کور / سپورټي / تازه خبر: افغانستان سکاټلیند ته په اوو ویکټو ماته ورکړه

تازه خبر: افغانستان سکاټلیند ته په اوو ویکټو ماته ورکړه

افغانستان سکاټلیند هیواد ته په اوو ویکټونو ماته ورکولو سره د لوی وچی هیوادونو اتلولی خپله کړه.
افغانستان چه اول کال یی د لوی وچی د جام کی په برخه اخستلو سره د دی لوی وچی د قهرمانی جام خپل کړل. د افغانستان له لوری محمد شهزاد محمدی په ۵۶ منډو جوړلو سره افغانستان د قهرمانی مقام ته ورساوه.
د افغانستان له لوری شبیر نوری ۳۵، کپتان نوروز منګل ۱۷ او کریم صادق په ۷ منډو وسوځیدل. میرویس اشرف او حامد حسن دری دری ویکټو خپل کړل. په دی لوبو کی حمید حسن ۸ ویکټ خپل کړل چه ددی څلور ورځنی لوبو تر ټولو زیات ویکټونه دی.
د یادولو وړده چه دغه لوبو څلور ورځنی لوبو وی چه پیل یی د سکاټلینډ لوبغاړو کړی و.
په سر کی سکاټلینډ ۲۱۲ او ۸۲ منډی جوړی کړی. په مقابل کی افغانستان ۱۷۱ او ۱۲۴ د دریو لوبغاړو د سوځیدو پر سر جوړی کړی. افغانستان دغه جام په ۷ ویکټونو سره خپل کړل.