کور / تازه خبرونه / یو بهرنی عسکر په ختیځ کی مړ سو

یو بهرنی عسکر په ختیځ کی مړ سو

ناټو لیکی چی نن د هېواد په ختیځ کی یو بهرنی پوځی په غیر جنګی فعالیتونو کی مړ سو خو نور تفصیل یې ورنکړ .
بلخوا ، د امریکا ( کونترا کوستا ټایمز ) لیکی چی هغه بهرنی پوځی چی وړمه ورځ په افغانستان کی وژل سوی و ، امریکایی مرین پوځی و .خو نور وضاحت یې ورنکړ .
په دې سره د ډسمبر په روانو څلورو ورځو کی د بهرنیو پوځیانو تلفات ۵ ته ورسېدل چی دوه یې امریکایان دي .