کور / تازه خبرونه / ملګرو ملتونو افغانستان خپلې مرستې کمي کړي دي

ملګرو ملتونو افغانستان خپلې مرستې کمي کړي دي

دملګرو ملتونو سازمان افغانستان ته خپلې بشردوستانه مرستې په راتلوونکې ميلادي کال کې سل ميلونه ډالره دتير کال په پرتله کمې اعلان کړي دي .
دبيړنيو مرستو په چاروکې دملګروملتونو دسازمان دسرمنشي مرسيتاله وايي که څه هم په دوه زره لسم ميلادي کال کې دافغانستان لپاره دبشردوستۍ دمرستو غوښتنه اوه سوه پنځه اوياميلونه ډالره وه خو په هايټي کې دزلزله ځپلو او په پاکستان کې دسيلاب ځپلو سره دمرستې له امله ددغو مرستو يواځې شپږ سوه اته اوياميلونه يې ورکړل شوي دي .
نوموړې وايي سره له دې بياهم مرسته کونکو هيوادونو له نورو هيوادونوپه پرتله افغانستان ته ډيري پيسې ورکړي دي .
نوموړې په داسې حال کې چې ددغه پيسو دلګښت دڅرنګوالې څخه خوښي څرګندوي وايي ددغه مرستوڅخه يې يواځې په سلوکې يوه برخه دتعليم به برخه کې،اولس سلنه يې داوبو په برخه کې اوپنځه څلويښت سلنه يې په روغتيايي برخوکې لګول شوي دي .