کور / تازه خبرونه / د اروپایی اتحادیې مشر : د افغانستان پر جنګ بې باوره یو

د اروپایی اتحادیې مشر : د افغانستان پر جنګ بې باوره یو

ویکی لیکس یو پټ سند رسوا کړی چی تیر کال د بروکسل څخه امریکایی سفیر خپل خارجه وزارت ته لیږلی او په هغه کی یې لیکلی وو چی د اروپایی ټولنی مشر ( فون رمپوی ) ورته ویلی چی په اروپا کی نور نو هیڅوک هم د افغانستان په هکله اعتماد او باور نلری او اروپا د امریکا سره په دې هکله اختلاف لری .
فون رمپوی چی د بلجیم دی ، زیاته کړې وه چی که زموږ حتی یو پوځي هم په افغانستان کی ووژل سی نو موږ به خپل ټول پوځیان راوباسو ( د بلجیم صرف یو عسکر هلته مړ سوﺉ چی هغه د عصبی التهاب ( میننجایټیز ) له امله تلف سوﺉ و .
د دې سند مطلب دا دی چی د اروپایانو په نظر د افغانستان جنګ ناحقه دی او ګټل نلری .