کور / کیسه / خان خان دی که زه خان يم؟

خان خان دی که زه خان يم؟

د پټي په پوله ناست وم د ټولی ورځی ستوماني مې د يار په مشغولا او د ريدي د يو ښکلي ګل تماشی ختمه کړه د خان پټي نور د خان دي خو مازيګر پکې زما خاني وي خان ترې لکه د څاروي غنم او جوار خوري او زه پکی لکه د نواب د خمار فصلونه کالوسر شنه ساتم
زه پکې د نيمی شپې هسکه غړۍ د سپوږمۍ په پلوشو لامبم د ستورو سره جرګې کوم د تورې شپی د تورې وړې ګټې خواته د تور کرړي د اواز په ساز کې سوز لټوم او د خالق د تخليق دا کمال مې د جمال د نازکيانو هغه حد ته ورسوي چې چرته عقل کار پريږدي او سړی جنون ته موتاز شي ….وس جنون پخپله داسې راز دی چې د مجنون په سر کې نشته خو په زړه کې يې شته..خبره نوره ګرانه شوه .جنون د سر نه ډډه کوله ولې چې دغلته د عقل خاني وه او د زړه نه بهر ځکه نه راوتلو چې ټولو خلکو ځانونو ته عاقلان وې.نو په چا به يې خپل مقام منلو ؟په دې مجبور شو چې په زړه دننه خپله ګوزاره وکړي ….د زړه په دشته کې يې يو کور وليدو .ددغه کور دوه اوسيدونکي وو چې نومونه يې هم مذکر او مؤنث وو ددغه کور ددغه جوړې تماشه هم عجيبه وه چې يو به وو نو بله به نه وه او چې بله به وه نو بل به غيب وو يوه ورځ دواړه يو ځاي شول خبرې يې کولې نو ده ته يې نومونه معلوم شول چې دا نر غم ماما وو او دا ښځه خوشالي مامي وه ددغو دواړو د تګ راتګ تماشې هم ستړی کړو او دغه ځاي يې پريښودو چې لګ وړاندې لاړ نو د زړه د دشتې بل اوسيدونکی يې وليده د هر څه نه بې نيازه يواځې ناست وو چې په جنوني نظر يې ورته ښکته پورته وکتل نو د وجود ځيلې يې په ټوله دشته کې خورې شوې وې دده نوم درد وو .جنون پوهه شو چې دده په وجود کې زما د وجود بقا ده ځکه چې که دی د د زړه د وجوده بهر شي نو زړه خپل اصلي وجود بايلي نو ورسيلمه شو ..دلته يې ډير زړه دردونکی محفل وليدو د درد نه شاوخواته د زغم قالينونه غوړيدلي وو د خواهشونو ګڼ کوربانه د ارمانونو د شاميانو سيورو ته ناست وو دغه محفل ته د جنون ورتګ ډير ګټور شو د اوږد انتظاره ستړو د جنون د شکل په رنګونو کې د خپل منزل نخښې وليدې د درد په مشرۍ کې په شريکه د جنون ملاتړيان شول او بيا جنون د خپل لښکر په زور د زړه په دشته کې خاني کوله او په ترتيب ترتيب يې د رګونو په لارو د وجود نورو اندامونو ته خپلې سرې لښکرې وليګلې عقل داسی ماتې وخوړه چې ددغه لښکر مقابله يې نه شوه کولی نو د سر د سيمی نه يې هم کډه وکړه ………………….
عقل چې څه غوښتل د جنون د پاره هيڅ نه وو او جنون چې څه لټول د عقل په هغې کار نه وو نو جنون يې خپل باچا ومنلو ……….
وس خان لکه د څاروي د غنمو او جوارو فصلونه خوري ځکه چې عقل ورته دغه واي او زه پکې په زيړي مازيګر کې د خمار فصل تخمونه کرم ځکه چې جنون راته دغه واي….
[وس تاسو اوايي چې خان خان دی که زه خان يم؟]