کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په هندي جيلو نو کې دکړېدلو افغاني زندانيانو په حال ورحميږئ !

په هندي جيلو نو کې دکړېدلو افغاني زندانيانو په حال ورحميږئ !

دافغانستان دباندنيو چارو وزېر ښاغلي زلمي رسول !

د څه دپا سه درې لسيزې وشوې چې زموږ ولس دجګړې په اورو نو کې سوځي ٠دجګړې په دغه ناورين کې مو هر څه وبا يلل٠ خلک مو دربدره شول او دېته اړ ايستل شول چې په پرديو هېوادو نو کې دمهاجرت تر خې شپې او ورځې تيرې کړي ٠دهمدې بد مر غې او راباندې تپل جګړې په نتيجه کې مو زيات شمېر هېوادوال پا کستان ،اېران ،هند، تا جيکستان ،عربي هېوادونو،اروپا، امريکې،استراليا او دنړۍ نورو ګوټو نو ته لاړل او اوس به داسې يو هېواد نه وي چې هلته افغان کډوال نه وي٠
زه د دې مقالې ليکوال هم دهغو کډوالوله ډلې نه وم چې پوره دولس کلو نه مې په هندوستان کې دخپلې کورنۍ سره دمهاجرت او کډوالۍ ترخې شپې او ورځې تيرې کړي دي او د هغو کسا نو په حال ښه پو هيږم چې دغو تر خو شپو او ورځو ته اوس هم دوام ورکوي٠
په دغه دېرش کلن ناورين کې زموږ هېواد وال په بهر نيو هيوادو نو کې ددولتونو او په تېره بيا دپو ليسو دډېر ناوړه چلند سره مخا مخ شوي دي ٠ کله يې دوېزو په تمديد کې دوی ته ستو نزې پېښې کړي دي او کله په يوه بانه او کله په بله بانه يې دوی ډېر ځورولي او کړولي دي او کله يې جيلو نو کې اچولي دي، چې له بده مر غه دوخت هيڅ يوه دولت او ياهم ددولت په استازيتوب يې افغاني سفارتو نو او قو نسلګر يو هم غم نه دی خوړلی او ددوی په وړاندې بې تفا وته پا تې شوي دي٠
دبهر نيو چاروښاغلی وزير صاحب !
تاسو ته پته شته چې هندوستان يو له هغو هيوادونو دی چې زموږ ډېر شمېر هيوادوال يې په جيلو نو کې پر اته دي، خو موږ يوه ورځ هم ونه ليدل چې په دهلي کې افغاني سفارت چې دخپلو ټولو اتبا عو دحقوقو ذمه واري ورپه غاړه ده ددغو بيوزله بندي افغا نانو په حال ځان خبر کړي او زه پوره ډاډمن يم چې تر اوسه به لا افغا ني سفارت په دې هم نه وي خبر چې موږ دهندو ستان په جيلو نو کې څو مره بنديان لرو او دغه بند يان دهندو ستان په کو مو جيلو نو کې پر اته دي؟
تاسو ته به معلو مه وي چې دبد مرغې جګړې په نتيجه کې زموږ ډېر شمېر هيوادوال هندو ستان ته کډوال شول چې په دغه موده کې به ځيني افغا نان دبېلا بيلو سر غړونو په نتيجه کې بنديان شوي وي، خو دا ددې مانا نلري چې افغا ني سفارت دې دخپلو اتبا عو له حاله ځان خبر نکړي او بې تفاوته پا تې شي٠
تا سو ته پته شته چې هندو ستان يو لوی هېواد دی او ډېر ايالتو نه لري، خو زموږ ډېر شمېر هغه هېوادوال چې په دغه هېواد کې بند يان دي اوحتی دخپل اصلي بند دمودو نه يې هم لس پنځلس کلو نه زيات پرې تېر شوي دي،خو څوک يې نه را خو شي کوي داځکه چې دولت مو کمزوری دی اوافغا ني سفا رتونه او کو نسلګرۍ هم بې پروادي، دخپلو ځانونو غم ورسره دی اودخپلو اتباعو غم ورسره نشته٠ دغه بند يان دډهلي په تيهار جيل،دراجستهان دايالت په بيکانير،جودهپور، جیپور،داتهراپراديش دايالت په نوي او زاړه سينټرل جيلونو، بمبئي، کو لکته،دکشمېر دايالت دمرکز په سرينګر او دهيماچل پراديش دايالت په مر کزسيمله او دپنجاب دامر تسر دښار په جيلو نو کې شپې او ورځې تېروي٠ دوی دافغا نستان دبېلا بېلو ولا يتو نو بغلان، لو ګر، ميدان وردګ، پکتيا،ننګر هار،باميان، کند هار او هرات ولا يتو نو پورې اړه لري ٠
ددغو زندانيانو په اړوند دولسمشر ددفتر له خوا هم د ١٣٨٧ کال دوري دميا شتي د١٩ نيټې ١٦٧ نمبر ليک هم دبا ندنيو چارو وزارت ته استول شوی و او همداراز دافغا نستان دملي شورا دنړيوالو چارو کميسيون هم يو ليک دبا ند نيو چارو وزارت ته استولی، خو تر او سه پورې په دې اړوند هيڅ هم نه دي شوي ٠
د افغا نستان دبا ند نيو چارو دښا غلي وزير صاحب نه هيله من يو چې په دې بر خه کې په جدي اقد اماتو لاس پورې کړي او په دې بر خه کې ددوی پام لا ند نيو ټکو ته اړوم :
١-دافغا نستان دبهر نيو چارو وزارت دې په ډهلي کې دخپل افغاني سفارت له سفير ښاغلي ډاکټرننګيالي طرزي سره په دې برخه کې اړيکي ونيسي او په ټولو هندي جيلو نو کې دې دافغا ني بند يانو يو لست او ددوی د بند په اړوند معلومات را غو نډ کړي٠
٢- دافغا نستان دباندنيو چارو وزارت دې په کابل کې دهند دسفارت سره په دې بر خه کې خپل خپګان او اند يښنه څر ګنده کړي او د ديپلو ماتيکو چينلو نو له لارې دې مو ضو ع ځان ته رو ښا نه کړي٠
٣-هغه افغا نان چې د بند موده يې لا دمخه پوره شوې ده بايد دهغو په خوشي کو لو کې جدي هڅې وکړي او دخو شي شوو بند يا نو لپاره دې افغا نستان ته دتګ ټو لې اسا نتياوې بر ابرې کړي٠
٤- دافغا نستان دبهر نيو چاروزارت نه يوازې د هندو ستان په جيلو نو کې دخپلو بند يا نو له حاله ځان خبر کړي، بلکې په ګاونډي هېوادونو پاکستان،اېران او تاجيکستان کې هم دافغا ني زندانيانو تردې بد تره او ناوړه حالت دی٠
هيله ده چې دبا ند نيو چار وزارت دخپلو دغو بند يانو دخو شي کولو او ددوی د ناوړه حالت نه دځان دخبر ولو په برخه کې کوټلي او جدي ګامو نه پو رته کړي، ځکه په بهر نيو هېوادونو کې دافغاني اتبا عو سا تنه ددوی دنده او مکلفيت دی ٠