کور / تازه خبرونه / د ويکي ليکس ويبپاڼي مشر ونيول سو

د ويکي ليکس ويبپاڼي مشر ونيول سو

د برتانيې حکومت په دغه هيواد کي د ويکي ليکس ويبپاڼي د مشر جولين آسانج د نيولو خبر ورکړئ دئ. برتانيه وايي ښاغلى آسانج يې د اروپا د انټرپول پوليسو د غوښتني پر بنياد د پوليسو مرکز ته راغوښتى وو او نوموړي هم خپله ځان ورته تسليم کړى دئ. ښاغلى آسانج چي د اسټراليا تبعه دئ، هيوادوالو يې د دې هيواد پر لومړۍ وزيري ږغ کړى چي د خپل هيوادوال د حقوقو دفاع وکړي. پر جولين آسانج باندي د سويډن محکمې پر يوې ښځي د جنسي تيري تور لګولى دئ، خو آسانج وايي د جنسي تيري تور وروسته له هغه پر لګول سوئ چي ده د امريکا پټ ډيپلوماتيک او استخباراتي اسناد د خپلي ويبپاڼي له لاري رسوا کړل.