کور / تازه خبرونه / ويکي ليکس: حامد کرزي څو ځله د زرداري دفاع کړې

ويکي ليکس: حامد کرزي څو ځله د زرداري دفاع کړې

د ويکي ليکس له خوا د امريکا په خپرو سويو ډيپلوماتيکو اسرارو کي راغلي چي د افغانستان ولسمشر حامد کرزي څو ځله له امريکا څخه غوښتنه کړې چي د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري ملاتړ وکړي.
ولسمشر کرزي ويلي چي آصف زرداري په ټوله نړۍ کي ځان يوازي احساسوي او فکر کوي چي نړۍ والي ټولني يوازى پرې ايښى دئ.
په اسنادو کي راغلي چي ولسمشر کرزي د ٢٠٠٩ کال په جنوري کي د امريکا د دفاع وزارت له مرستيال او د ٢٠٠٨ کال په ډسمبر کي له جان مک کين سره په ليدنو کي له آصف زرداري سره د مرستي غوښتنه کړې وه.
ولسمشر کرزي ويلي وو چي آصف زرداري په خپل ملک کي کمزوره دئ، خو ښه سړى او د بنسټپالو ډلو ضد دئ، له افغانستان سره ښې اړيکي غواړي، نو ځکه يې بايد امريکا ملاتړ وکړي.
بايد وويل سي چي آصف علي زرداري د شخصيت له لحاظه د پاکستان تر ټولو بدنام ولسمشر دئ، چي تر جمهوري رياست دمخه يې د قتل، غلا او په اداري فساد کي د لاس لرلو پر سر شاوخوا ١٠ کاله بند تېر کړى دئ. د آصف زرداري د جنايتونو دوسيه د پاکستان په ستره محکمه کي اوس هم پرته ده، چي له شک پرته له تخت څخه تر رالوېدو وروسته به پر راپورته سي.