کور / تازه خبرونه / په افغانستان کي د اېران نور معاشخوران هم رسوا سول

په افغانستان کي د اېران نور معاشخوران هم رسوا سول

د ويکي ليکس له خوا په تازه رسوا سويو اسنادو کي د هغو چارواکو يادونه سوې، چي له اېران څخه پيسې اخلي او په افغانستان کي د اېران د ګټو د ساتلو دپاره کار کوي.
د ګارډين ورځپاڼي په دې هکله يو تفصيلي راپور خپور کړى چي په حکومت کي دننه او د پارلمان د څو وکيلانو نومونه د اېران د معاشخورو په توګه پکښي ياد سوي دي.
ګارډين وايي د افغانستان د ولسمشر د دفتر رئيس عمرداودزي د امريکا د سفارت مرستيال فرانسس ريکيار ته ويلي چي اېران د افغانستان د جمهوري رياست ماڼۍ کارکوونکو، د وزارتونو مرستيالانو، د پارلمان وکيلانو او مذهبي مشرانو ته معاشونه ورکوي، چي په دې هيواد کي خپل نفوذ پياوړى کړي.
ګارډين ليکي اېران نه يوازي افغان چارواکو ته معاشونه ورکوي، بلکي طالبان هم روزي، هغوى ته وسلې برابروي او له امريکا سره جنګ ته يې هڅوي.
په اسنادو کي راغلي چي په ولسي جرګه کي د کابل وکيل سید حسین عالمي بلخي، د هرات وکیل احمد علي جبرئیلي او د بامیانو وکیل محمد اکبري له اېران څخه دوامداري مالي مرستي تر لاسه کوي او په ولسي جرګه کي د اېران له اجنډا سره سم فعاليت کوي.
راپور وايي د افغانستان حکومت د امریکا له پرله پسې غوښتنو او خبرداريو سره – سره د تهران د دې بربنډي لاس وهني په هکله چوپه خولى دئ.
ګارډين وايي د افغانستان د بهرنيو چارو پخواني وزير ډاکټر رنګين دادفر سپنتا د اېران د لاس وهني په باب امريکا او انګلستان ته ويلي وو، چي دوى (افغان حکومت) پوهېږي چي اېران يې په هيواد کي لاس وهنه کوي، خو دوى نه غواړي چي پر پاکستان سربېره د اېران له حکومت سره هم مخالفت ته مخ کړي.
د ویکې لیکس په اسنادو کي راغلي چي د ولسي جرګې د منشي مرستیال غلام حسن ګران څو ځله شکایت کړى، چي د ولسی جرګې په تخنیکي څانګو اېراني جاسوسان پر کار ګومارل سوي دي او د اېران سفارت ته د ولسي جرګې اسناد لېږي.
بايد وويل سي چي په افغانستان کي د اېران پر لاس وهنه او افغان چارواکو ته د دې هيواد له خوا د پيسو پر ورکولو باندي له ډېره وخته شکونه موجود وو.
دوې مياشتي دمخه د افغانستان ولسمشر حامد کرزي تائېد کړه چي اېران يې دفتر ته هر کال په لکونو ډالر د مصرف دپاره وکوي، چي نوموړي دا يوه عادي موضوع وبلله.