کور / تازه خبرونه / طالبانو د اسیر امریکایی عسکر ویډیو خپره کړه

طالبانو د اسیر امریکایی عسکر ویډیو خپره کړه

اسوشیټیډ پریس لیکی چی طالبانو نن د هغه امریکایی عسکر ( بوو برګدل ) تازه ویډیو خپره کړه چی د ۲۰۰۹ د جولای پر اتلسمه یې په پکتیکا ولایت کی نیولی دی . په دغه ویډیو فیته کی طالبان د افغانستان په بېلا بیلو سیمو کی پر امریکایی ، داخلی او ناټویی ځواکونو باندی خپلی حملی هم ښکاره کوی .
ویل کی کیږی چی طالبانو د کریسمس د رانږدې کیدو په مناسبت او هم امریکایانو ته د خپل قوت د ورښودلو په خاطر دا نوې ویډیو خپره کړې ده .