کور / تازه خبرونه / زابل: د اوو طالبانو د وژلو ادعا وسوه

زابل: د اوو طالبانو د وژلو ادعا وسوه

د زابل سرحدي پوليسو وایی دیوی نښتی په ترڅ کی یې ۷ وسلوال طالبان وژلی دي.
په سهیلې حوزه کی د دريم سرحدي لوا درستيزال جنرال عبدالرازق وايي چي تيره شپه د زابل ولايت د شمولزو ولسوالۍ په سيمه کي وسلوالو طالبانو د سرحدي پوليسو پر یوه پوسته بريد وکړ چي وروسته نښته رامنځته سوه .
درازق په وینا چی نښته پر شاوخوا نهو بجو پيل او شپږ ساعته یې دوام وکړ .
جنرال رازق وایی چي دیادی جګړی په ترڅ کي اووه تنه وسلوال مخالفين ووژل سوهو چي مړی يي هم د جګړي په سیمه کی پاتي سوي خو نوموړی و ایی چی سرحدي پوليسو ته کوم زيان نه دى اوښتې .
خو دوسلوالو طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی بیا وایی چی په یاده نښته کی یې په لسګونو سرحدی پولیس وژلی او تر لسونه ډیر پوڅی ګاډی یی له منځه وړی.