کور / تازه خبرونه / کندهار :ایتلاف عسکر د ځانمرګی برید نښه شول

کندهار :ایتلاف عسکر د ځانمرګی برید نښه شول

ایتلاف ځواکونه په میوند ولسوالی کی د یوه ځانمرګی برید نښه شول .

د کندهار ولایت په میوند ولسوالی کی د چهارشنبه د ورځی تر غرمی روسته یوه ځانمرګی برید کونکی د ایتلاف ځواکونو پیاده ګذمه تر برید لاندی راوسته چی د برید له امله، ایتلاف عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتی خو کره شمیره یی لا تر اوسه نده معلومه .
زلمی ایوبی د کندهار ولایت د والی ویاند وایی :،، ایتلاف عسکرو ته نژدی یوه ځانمرګی خپل د چاودیدونکو توکو ډک واسکت چاودولی او یو بل برید کونکي د نړیوالو ځواکونو له خوا مخکی د برید څخه وژل شوی دی .،،

خو د سیمی څخه عینی شاهدان وایی د ننۍ برید له امله دوه تنه امریکایی عسکر وژل شوی او یوشمیر نور ټپیان شوی دی .
قاری محمد یوسف احمدی د طالبان ویاند وایی : ،،احمد فرید ،د کندهار ولایت اوسیدونکي چی د ۱۲ صنف فارغ وه ، د امریکایی عسکرو سره یی د پیښی په سیمه کی په انګلیسی ژبه خبری پیل کړی ، کله چی یو زیات شمیر امریکایی عسکر را ټول شول خپل د چاودیدونکو توکوډک واسکت یی و چاوداوه ، چی له امله یی ۲۸ تنو عسکر ته یی مرګ ژوبله اړولی ده،، .
خوپه دی اړه ایتلاف ځواکونو تراوسه څه ندی ویلی . .