کور / سياسي / شیرشاه سوري دیووالې په لور دافغانانو بلونکی (يوولسمه برخه)

شیرشاه سوري دیووالې په لور دافغانانو بلونکی (يوولسمه برخه)

د رهتاس په   راج محل  کې  ښایسته  او حسینه  شهزادګۍ ګنګا  په  سپینه رنګه  فرش  باندې  د نڅا  او رقص  تر څنګ  ډیره  خوندوره او  زړه  را ښکونکې  سندره   هم   ویله. څرنګه  چې دهغې د موزیک  ښوونه  سر ته رسیدلې وه  نو دهغې د   تعلیم د پوره کیدو  په خاطر  هلته  په راج محل کې  د هغې   خوشحالیو د لمانځلو  له پاره   ستر  جشن  جوړ شوې و .
راجه  هرکشن  د خپلو  رانیانو  سره یو ځاې   هملته په ډیر  لوړ  اودنګ  جوړ کړل شوي  شاه  نشین باندې  ناست و. دهغه  ښې او  چپ  لورې ته دهغه سلاکاران   ، وزیران او د ریاست  نور  لوړ پوړې چارواکې   راټول  شوې و . ددې خلکو علاوه     پروهیت  پنډتان  هم   په خپلو ټاکل  شو ځایو باندې   ځاې په ځاې شوی و. ددوې  تر څنګ  د راجه هرکشن  تر شا په لږ واټن کې دشهزادګۍ ګنګا د موزیک  ښوونکې  پنډت   هم  په خپل ناست  ځاې کې  د  ورایه  څرګندیده .
ګنګا په سپین وزمه  فرش  باندې  نڅا کوله  اود نڅا  په وخت کې  دهغې د سپینو وریښمینو کالیو څخه دهغې د جسم  ټولې  زاویی  په ډیره  څرګنده  توګه  تر سترګو کیدې . دې نندارې  په  کتونکو کې یو هیجان  را پورته کړې و . په سازونو کې  یو خوند او په  سترګو   کې  مستۍ  لیدل کیدې اودهغې  د ژبې  څخه د سندرې   هر لفظ  په  اوریدونکو باندې خپل  خاص اغیز  شینده .ددې  د نڅا او سندرو د اغیز نه  هر یو نندارچې  په  لیونتوب     اخته شوې و.
تر لږ څه وخته  پورې هغې  په  همدې توګه  نڅا وکړه اوبیا یی د لاس په اشاره  خپلو  ډمانو  ته  دتوقف  اشاره وکړه   ، دهغې په اشارې  سره  ډمانو خپل  ساز او سرود   بند کړ  . بیا ګنګا په ډیره  خوشحالۍ   هلته شاه  نشین  ته دخپل پلار څنګ  ته   ورغله  او ورڅخه یی وپوښتل  چې پلار جانه ! تاته زما نڅا او سندرې  څه ډول  ښکاره  شوې . راجه هرکشن  په صفتی  توګه   خپلې  لور  شهزادګۍ  ګنګا ته  مخ کړ او ورته یی وویل :
ګنګا  لور جانې ! دغه نڅا  چې تا نن د نندار  چیانو  تر مخ د لته  په راج محل کې  ترسره  کړه نو ددې تر مخه  ما دهیڅ  یو نڅیدونکې  ډمې  داسې  نڅا  نه وه کتلې . بګوان  دې   زما خبره  درواغ کوی نه  چې ووایم  ستا استاذانو تاته  د نڅا او موزیګ  داسې  ښوونه اوروزنه   درکړې  ده  چې ته یی د تیږې  څخه  یو  نایابه  ملغلره  و ګرځولې . په همدې وخت کې  شهزادګۍ  دخپل پلار  راجه هرکشن  په غوږ  کې  یو څه پټ  وویل :
پلار جانه  !  دا خلک  ته ددې  ځاېه  رخصت کړه  ځکه  زه غواړم  له تاسره یوه ډیره مهمه  خبره وکړم . دهغې په دې خبره  راجه هرکشن  د لاس په  اشارې سره  خلک دهغه ځآیه  رخصت کړل او ټول وزیران  ، سلاکاران   او پنډتان  له  دې خونې  څخه ووتل اوخونه  یی  تخلیه کړه .  ددې ټولو خلکو د تللو  وروسته  ،بیا راجه هرکشن  خپلې لور  شهزادګۍ ته مخ کړ او ورڅخه  یی و پوښتل :
ګنګا  لورې !  تا  ماته  څه ویل  غوښتل  ، اوس   یی ووایه . دهغه  په دې خبره ګنګا وویل :  پلارجانه  !  ما ددې نه مخته  تا ته  دا خبره   نه وه کړې  خو اوس یی درته کول  لازمی ګڼم ، ما ستا د  ساتونکې  ډلې  سالار  ته حکم کړې و چې هغه دې  خپل دوه یا درې کسه  ځوانان د  کوچیانو دقبیلې  دسردار  فدایی خان د پیدا کیدو  په خاطر  و استوي ، پلارجانه ! دې  فداې  خان   به  هرو مرو  په کوم  ځاې کې د خپلې قبیلې سره پړاو کړې و ي. زه غواړم ددې  فداې خان  سره ووینم  اودهغه  څخه وپوښتم  چې هغه ځوان  چې  زما  د ترلاسه کولو  درې واړه  مقابلې  یی ګټلې دي  نو دهغه سره د خبرو  له پاره یو ځل  فدایی خان  هلته  راغلې  و او پټې خبرې  یی  ورسره کړې وې .اودا ددې خبرې  ثبوت دې  چې فدایی خان هغه  ښه پیژني . نوپه دې  خاطر  زه  غواړم  فدایی خان  را پیدا کړم .  او ورڅخه  وپوښتم  چې  هغه ځوان  څوک  و  چې  زما   سويمبر یی وګاټه.
پلارجانه !  زما په  برخه کې حالاتو حیرانونکې  بدلون موندلې دی،  په داسې حال کې  چې  دلته  شهزادګان  د شهزادګیو  په لټه کې  منډې  ترړې  وهي ، دلته ځوانان دخپلې خوښې د نجونو پسې   دزمکې  او اسمان تر منځ  څرخکونه  خوري ، خو زما  حال دادې  چې زه دهغه  ځوان په  لټه کې یم  چې زما  سویمبر یی ګټلې دې. اوبیا  یی زما پریښودم  اورا څخه همداسې ولاړ. پلارجانه !  په هر قیمت  چې کیږی  زه به دا ځوان  پیدا کوم او  ژوند به ورسره  پیلوم. دا په دې  خاطر  چې هغه  زما  سویمبر  ګټلې دې  او دا پرې  زما حق ګرزیدلې دې . پلارجانه !  که څه  هم  په اخری  ځل  مقابله کې   هغه  ماته په څرګنده توګه  وویلې  چې  ، «زما نه  خوښیږې   » خو زه غواړم  چې هغه  را پیدا کړم  او  ور سره و  اوسیږم  اودهغه  ناخوښي  په خوښیو  باندې  بدله کړم . پلارجانه  !  ما په خپل ژوند کې تر اوسه  پورې  داسې ځوان  نه دې کتلې  چې هغه دې  دکومې  شهزادګۍ  د تر لاسه کولو  مقابلې  داسې  ګټلې وي  چې د پنځه  غشو په ځاې  درې  واخلي  اوبیا  ددرې  غشو په ځاې  یو واخلي  او هغه بادنما مرغه پرې   وولی  او په یو وار  یی و څرخوي .
تر دې ځایه دخبرو  وروسته  چې کله  شهزادګۍ  خاموشه  شوه  نوبیا  راجه  هرکشن  د لږ څه  سوچ اوفکر وروسته وویل :

ګوره  ګنګاجانې  لورې ! زه  په  پوره توګه  ستا تر اړخه  ولاړ یم . که  چیرې  تا زما د ساتونکې  ډلې  سالار ته د فدایی خان د پیدا کیدو حکم کړې وي  اوهغه  څوکسه ځوانان  دهغه  د لټون  له پاره   هغه  لورې ته استولی  وی نوزه   بلکل  دا  خبره منم  چې تا ډیر  ښه کار  کړې دې . ګوره  لورجانې ! ته  چې هر کار کوې  نوزما  تایید او ملاتړ  به در ته  په برخه وي . که  چیرې ته د  سویمبر ګټونکې  ځوان  د لټون   له پاره  هوډمنه یی ، نو زه  ایشور  ته  دعا کوم  چې هغه  ستا ددې  هڅو  په اړه  بریاوې  در په برخه کړي  ددې خبرو سره سم  راجه هرکشن دخپله ځایه  پورته شو ،دهغه د پورته کیدو سره سم  شهزادګۍ  ګنګا اودنورې  رانیانې  هم  را پورته شوې  او ټول یو ځاې  د  راج  محل  هغه  بلې برخې  ته   روان   شول.
۱۷
دبنګال د مرکز  د ګوډ په  ښار کې د بنګال د حاکم  سلطان  محمود  سره  د سولې  کولو نه  وروسته شیرشاه  سوری بیرته د چنار  کلې ته راستون  شوې و، په  همدې وخت کې  ورته خبرونه  را  ورسیدل  چې د بنګال  حاکم  سلطان محمود  د شیرشاه  سوری  د ماتولو  له پاره  د شهنشاه   همایون  سره  سازشونه  پیل کړې  دي  ، او تر څنګ  یی  د ګوا  پرتګالی  والی   ته هم  قاصد   استولې دې  چې هغه دې  خپل   تکړه  اوځواکمن  لښکر  هلته  ګوډ  ته را ولیږي ، تر څو     په  ګوډ  باندې  د شیرشاه  سوری  دحملې په وخت کې   هغه ته  ماتې ورکړي او د بنګال  څخه یی بیرون کړي ،
کله چې هغه ته د چنار  په کلې  کې د سلطان محمود  د سازشونو په  اړه خبرونه ور  ورسیدل  نو ډیر اندیښمن  شو ، نو په دې خاطر یی پریکړه  وکړه چې دا ځل  به  حتما په بنګال  حمله کوی او   هغه ځآې  به د تل  له پاره  په  خپله  ولکه  کي  اخلي.  د چنار څخه  د بنګال  په  لور د  حرکت  کولو نه مخته   شیرشاه سوری  خپل  تیز اوګړندی  مخبران    د همایون  د لښکر  د نقل و حرکت د معلومولو په خاطر    هغه لورې ته  واستول  تر څو د همایون    اودهغه  د فوځ  د حرکت  په  اړه   چې کوم  معلومات   تر لاسه کړي  او   سمدستې  یی د شیرشاه لورې ته را ولیږی او  بیا دهمغې معلوماتو په رڼا کې  خپله راتلونکې تګلاره   جوړه کړي .
  خو همایون  په خپله  د ګجرات  د حکمران  بهادرشاه  لښکر ته د ماتې ورکولو  وروسته   د خپل  هیواد  د دنظم  و نسق  د جوړولو نه   نوې  نوې  فارغ  شوې  و چې  په یوه  بل  مصیبت کې  را ګیر شو .  په هغو ورځو کې   چې شیرشاه سوري دا ښار  محاصره کړې و   نو  په هماغه ورځو کې د مغلو یو باغی  سردار  سلطان مرزا  د همایون  او دهغه د سلطنت  په مقابل کې  بغاوت  وکړ. هغه د قنوج  څخه  را ووت او د بلګرام  لورې ته  راغې .او بلګران  یی  خپل مرکز  و ټاکه ، دهغې وروسته یی  خپل مشر  زوې  الغ مرزا   جونپور ته  ولیږه . هلته   جونپور کې  جنید برلاس  د مغلو  حاکم و . نوموړې ددې نه علاوه  چې  یو ډیر  ښه  سپه سالار  و  ، ډیر زیات  شجاع   او زړه ور  انسان  هم و . الغ مرزا  نیغ په نیغه  د جنید برلاس  سره ټکر  و نه کړ  خو د جونپور په یوه سیمه کې یی ډیره تباهی  خپره کړه .
باغې  سردار  سلطان مرزا خپل  بل زوې   شاه مرزا  هم د مغلو یوې  بلې سیمی   امانت پورې  ته  د هغه ځاې  د نیولو  له پاره  ور  و استوه . الغ مرزا  ډیر زیات  زړه ور کارونه وکړ ل. هغه  هلته په  جونپور کې د لوټ او  چپاول نه وروسته ، د «اود» او «بنارس »  د ولکې  کولو له پاره اراده  وکړه اودخپلې دې ارادې د تکمیل   له پاره یی    داسې  لاره  خپله کړه  چې  تر مخه یی  د جونپور  مستحکمه  کلا چې  جنیدبرلاس  په کې  موجود  دهغه  تر مخې خنډ نه شي ، شیرشاه  سوری ته د سلطان مرزا اودهغه  د زامنو  دا   فعالیتونه هغه  وخت  څرګند  شول   چې  هغه  هم د ګوډ  ښار  محاصره کړې و . هغه ته  دا اندیښنه پیدا شوې وه  چې   کیداې  شې  سلطان مرزا اودهغه  باغي  زامن د همایون  په لاسو د ماتې  خوړولو نه وروسته  دهغه سلطنت  ته را  ننوځی اوهلته  تباهي اولوټ   پیل کړي . نوپه همدې خاطر هغه د بنګال  دحکمران  سلطان محمود سره    سوله  وکړه  اوپه خپله بیرته  چنار کلې  ته  را ستون  شو.
همایون د سلطان مرزا اودهغه  د باغې  زامنو د ځپلو له پاره  خپل  ورور  هندال  مراز   و ټاکه ،  هندال  هم دا  باغیان  په ډیره  ښه  توګه وځپل  اودبدې  ماتې  سره یی مخ کړل . هغوې ددې ماتې  وروسته د مغلو د سیمو څخه ووتل او  نورو  سیمو ته و تښتیدل .
همایون  چې څنګه  ددې بغاوت  څخه  فارغه  شو  نو خپل ورور   مرزا عسکری  یی په خلاف  بغاوت  وکړ . په دې وخت کې همایون د خپل  لښکر  سره  یو ځاې د ماڼدو  په سیمه کې  پړاو کړې و ، په دې خاطر هغه ډیر مشوش  و . مرزا  عسکری  په  احمداباد کې د بغاوت د بیرغ د پورته کولو نه وروسته  کوچ وکړ  او د همایون د یوه سالار  تازی  بیګ  سره  یی د ټکر  کولو  هڅه  وکړه . اودخپلې پادشاهی د اعلانولو په خاطر   د اګرې په لور ولاړ. همایون ددې  بغاوت د ماتولو  له پاره سمدستې  په خپله  هغه  لورې ته ورغې . دا د همایون  خوش  قسمتی  وه چې هغه دا بغاوت  مات کړ ، خپل ورور  مرزا عسکری ته یی  بښنه وکړه او دهغه سالار  هندو بیګ  یی  د خپله ځانه سره   اګرې ته راوست . په همدې  ورځو کې د مغلو  ډیر  ستر  او زړه  ور  سالار  جنید برلاس  په  جونپور کې  ومړ.  په دې اساس  همایون دهغه په ځاې   هندوبیګ  هلته د جونپور  والی و ټاکه .
هندو بیګ د شیرشاه سورې  له پاره دجنیدبرلاس  څخه  ډیر  ګټه ور  وخوت  ، هندو بیګ  دشیرشاه سوری  سره خاصه  مینه وه ، په همدې وخت کې شیرشاه سوری  دخپل یوه  قاصد  په لاسو  هندو بیګ   ته  یو پیغام ور ولیږه   چې په هغه کې راغلی و :    
«پادشاه :  ما  چې کومه ژمنه کړې وه  ما دهغې څخه  لږ  مخالفت   هم  نه دې کړې ، ما تر اوسه  ستا په سیمه  کې  هیڅ  ډول مداخله نه ده کړې ،  ایا ته به دخپلې مهربانۍ  او لطف  له مخې  زما د وفادارۍ   دا خبر  تر  شاه  پورې  و نه  رسوې ؟ او هغه  به  په دې خبره راضی نه کړې  چې هغه  دې  دې لورې ته   مخ  نه را  اړوي  ، زه خو ستاسې  فرمانبرداره  او  وفاداره  یم .»
هندوبیګ   د شیرشاه سوري  دا لیکنه  ډیره   و ستایله  ، هغه  هسې هم د شیرشاه  سوری  سره مینه  درلوده  نو سمدستی  یی  خپل یو قاصد  د همایون  په لور ور  واستوه  اوهغه ته  یی یولیک  ور ولیږه  چې  په کې راغلی و :
« شیرشاه  سوري ستا وفادار دې . هغه ستا په نوم  سیکی جوړوی  او ستا په نوم  خطبه وایی . هغه تر نن  ورځی  پورې  زمونږ په  پولو  کې هیڅ ډول   مداخله  نه ده کړې  اونه  یی دخپلې کومې وینا او کړچار  له  لارې  مونږ ته  تکلیف  راکړې  دې. نو په دې  اساس  زما  وړاندیز دادې  چې شیرشاه سوری  باید په خپل حال  پاته شي .»
شونی ده چې همایون  به دخپل والی  هندوبیګ   په دې لیک سره  لږ  څه ډاډمن  شوې وې نو په دې اساس  یی د شیرشاه سوري پرخلاف  د سمدستې  قدم  پورته کولو  څخه ډه ډه   وکړه .
شیرشاه سوري د همدې حالاتو څخه  په ګټه پورته کولو سره  په بنګال  باندې د حملې کولو تکل وکړ . ځکه دا حالات  دهغه له پاره  ډیر مناسب  و . اوس نو دهغه ځواک  او قوت هم  ډیرښت موندلې و ،  سترو  ستر و  افغان  سردارانو  چې  تر اوسه   یی  شیرشاه  سوري دخپل  حاکم  په څیر نه  مانه ،   په  بنګال اوبهار  کې د شیرشاه  سورې  په  فتحو اوولکو  باندې دهغوې  په آندونو کې هم بدلون  راغلې و .
اوس نو شیرشاه  سوری  د افغان  سردارانو  د توجه مرکز  ګرزیدلې  و . هغو خپل پالو  او  مغرورو  افغان  سردرانو  چې  د شیرشاه سورې   د قیادت  منلو ته تیار نه و ، اوس دې ته  اړ  شوې  و  چې هغه  د خپل  مشر په څیر و مني. هغوې  په دې  ډاډمن شوې  و  چې  د بنګال  په ګوډ  ښار باندې  به د شیرشاه سوري  ولکه  کلکیږي  او هغوې  په دې هم  پوه  شوی  و چې  په هندوستان کې  اوس  یواځې  شیرشاه سوري   دمغلو  په مقابل کې د افغانانو  د ګټو نه دفاع  کولی  شي .
 د افغان  قوم   په  ټولو  مشرانو او سردارانو کې  دشیرشاه  سورې  مقبولیت  ډیر  زیات  شوې اودا مقبولیت دې  حد ته رسیدلی  و  چې   زیاتو  هغه  ته د اعلېحضرت   په نامه    غږ کاوه .
همایون  اودهغه  والی  هندوبیګ  ته د ډاډ  ورکولو  وروسته شیرشاه سوری  د خپل لښکر سره یو ځاې د برق  په څیر  په ګړندۍ توګه   د بنګال د مرکزی  ښار  ګوډ  په  لور  مخته  تګ  وکړ . هغه خپل  لښکر په دوو  برخو  وویشه ،  یوه برخه یی خپل  زوې   جلال خان او د صاحب  خان  مشر ورور  مقرب  خان ته ورکړه  اوهغوې ته  یی حکم وکړ  چې هغوې دې  د ګوډ  د ښار  د شاوخوا  سیمو  په   لور مخته ولاړ  شی . هغه  خپل  پاته  لښکر یوځل بیا په دوو برخو وویشه ،دهغوې  یوه  برخه یی دخپل ځآن  سره و ساتله ، اوبله  برخه یی صاحب  خان  ته ورکړه .  اوبیا  یی د لښکر دد ې  دواړو  برخو سره  یو ځاې د بنګال  د مرکزي  ښار  ګوډ په لور  روان  شو .
دشیرشاه د  چنار د کلی  څخه  د بنګال  مرکزی  ښار ګوډ  نزدې   څلورسوه  څلورشپیته  میله  واټن کې پروت  و . شیر شاه سورې دا  واټن  په درې اونیو کې   وواهه ، او ګوډ ته د رسیدو سره  سم یی  هغه ښار  محاصره کړ .  ددې ترڅنګ دهغه زوې  جلال  خان او مقرب  خان  هم د غرب  له لورې  د  هغه  ځاې د سیمو د چور و چپاول  کولو نه   وروسته  ګوډ  ته  را رسیدلی و. او په دې ترتیب  یی د ګوډ  محاصره   کلکه  کړه .
د بله اړخه  د ګجرات  حاکم  بهادرشاه، د همایون په لاسو د ماتې خوړولو وروسته   په شپږو  میاشتو کې  خپل  ځان  بیرته راټول کړ  او خپل ځواک  یی  غښتلې  کړ . دخپل ځواک  د غښتلتیا وروسته  بهادرشاه په ډیره  بیړه  د خپلو د  لاسه وتلو سیمو  لکه  مالوه او ګجرات    د ولکه کولو  له پاره   را ووت  اوپه دیر  لږ وخت کې  یی داسیمی بیرته  تر خپلې ولکې  لاندې راوستې . ترڅنګ  یی هغه داسې  هم  وښوول  چې هغه  به  په غربی هند کې  دخپلې واکمنۍ   اغیز  د پخوا په څیربیرته    قایم کړي .
شیرشاه سوری  ته د  مغلو پر خلاف  د بهادرشاه  د متحرک  کیدو  خبر  هغه وخت     ورسید  چې هغه د ګوډ  ښار  تر خپلې محاصرې  لاندې نیولې و. هغه ته ددې خبر په را رسیدو  سره   څه  ارامتیا  تر لاسه  شوه . اودا هیله ورته پیدا  شوه  چې اوس  به همایون  ددې  په لور د توجه کولو په ځاې  د ګجرات دحاکم  بهادرشاه  سره  لاس  و   پنجه  شي ،  خو  پخوا  له دې   شیرشاه  سوری ددې  نه   ویریده  چې  که  چیرې  همایون ته خبر ورسیږی  چې شیرشاه سورې د ګوډ  ښار  محاصره کړې دې نوهغه به  ضرور  د هغه په خلاف  خپل فوځونه  متحرک  کړي  ځکه ددې نه مخته هم  د بنګال  حاکم سلطان  محمود  د همایون  څخه  دشیرشاه سوری  پر خلاف  د مرستې  غوښتنه  کړی و ه . خو کله  چې شیرشاه  سوری  ته  د همایون  او  بهادرشاه تر منځ  د نښتو  او دلاسه ورکړل شوو  سیمو د بیرته تر لاسه کولو  له پاره  ددواړو  خوا تر منځ د  جنګ جګړو  خبر  را غې  نو هغه    پرې د ډاډ او سکون  ساه  واخسته .
دګجرات  حاکم  بهادرشاه د خپلو سیمو د ولکه کولو  وروسته  په دې ویره کې  و  چې  همایون  به په هرصورت  چې  وې دهغه پر خلاف  ستر  فوځی  یرغل کوي ، نو دخپلې دفاع  په خاطر  یی  دهمایون پر خلاف  په  ګوا  کې  د پرتګال والی  له ځانه  سره یو ځاې کول  غوښتل . ددې موخې د ترلاسه کولو له پاره هغه په خپله د ګوا په  لور وخوزید اودهمایون پر خلاف  یی د ګوا د والی  سره خبرې  اترې وکړې . کله  چې ددې خبرو اترو  وروسته   دګجرات  حاکم بهادرشاه   دخپل  بحرې  جهاز  سره بیرته را ستنیده  نو  د پرتګالي  بحری  غلو(قزاقانو)  تر حملې لاندې راغې. دهغه جهاز  یی په سمندر کې  ډوب  کړ  اوپه دې ترتیب د ګجرات  حاکم د خپلو پلانونو د تطبیقولو تر مخه   د نړۍ  څخه و کوچید.    
دبنګال د حاکم  بهادرشاه د مړینی وروسته  همایون ته دوه  لارې  تر مخه  وې ،  لمړۍ دا چې  هغه د ګجرات دحاکم  ټولې  سیمې  بیرته   په خپله ولکه کې واخلي  او دویمه دا  چې  په  ګجرات د  ولکې تر مخه د شیرشاه سورې ،  چې  ورځ په ورځ  ځواکمن کیده  او دده دسلطنت  له پاره د خطر  زنګ ګرزیدلې    ،  یو فوځی  حرکت  وکړي.  هغه دخپلو سلاکارانو سره د  مشورې اوسلا   وروسته  دا پریکړه وکړه  چې  په اوسنی حال کې د ګجرات   موضوع  شاته  پریږدي  او د شیرشاه  سوري  پر خلاف  حرکت وکړي ، ځکه د ګجرات  موضوع دومره  ګواښمنه  نه وه  لکه  څومره  چې دشیرشاه  سوری  موضوع  وه ، هغه ته خپلو مشاورینو دا  سلا هم ورکړې وه چې  که چیرې  شیرشاه  سورې   ددې نه  زیات  پریښول  شي نو په راتلونکو وختو کې به  دده  سلطنت  ته  سخت  ستر  ګواښ  و ګرځي . ددې  سلا اومشورو  وروسته همایو ن د  ګجرات  موضوع  شاته  پریښوله ، اودخپل لښکر سره  یو ځاې د بنګال  په لور وخوزید ، تر څو  هلته د ګوډ  ښار  ته ورسیږی او  دبنګال  دحاکم  سلطان محمود سره یو ځاې دشیرشاه سوري مقابله وکړي
خو بنګال ته   د ګوډ  دښار په لور د حرکت  اود شیرشاه سوري پر خلاف  د سلطان  محمود سره د یو ځآې  کیدو  د تګ  په وخت  کې هغه  دلارې په نیمایی کې خپله اراده بدله کړه . اویو  ځل  بیایی د خپلو سلاکارانو سره مشوره وکړه ، ددې وروسته یی دا پریکړه  وکړه  چې   بنګال  ته د تللو  اوهلته د شیرشاه سوری  پر خلاف  د جنګ  کولو په ځاې  دا غوره  ګڼي  چې دشیرشاه  سوري  په  نشتوالی کې دهغه  په مرکزي کلا  چنار  باندې ولکه وکړي ، ددې ولکې  په اساس  به  شیرشاه  سوري په هیڅ  ځاې کې  خپل  قدم  مستحکم  نه کړاې  شي .
همایون  هیله من  و  چې شیرشاه  سوری  به  دومره  ژر د  بنګال  په مرکزی  ښار  ګوډ  باندې ولکه و نه کړاې شي . ځکه  چې دګوډ  ښار  ډیر  زیات  امنیتي  تدابیر  درلودل ، تر څنګ  یی د ښار  چا ر چاپیر  یو ستر  خندق  هم کنل  شوی و .  همایون غوښتل  چې  د شیرشاه  سوری مرکزی  کلا  ، چنار ، د خپلې  ولکې  لاندې کړي  او په دې توګه د شیرشاه سوري  بنسټ  له  بیخه و کاږي ، اوبیا د چنار په کلا د ولکې  نه وروسته د شیرشاه  سورې  په خلا ف   د بنګال  په لور حرکت وکړي ، هغه دا هیله هم درلوده  چې تر هغې وخته پورې به  د چنار د کلا د دلاسه ورکولو خبر هم  شیرشاه سوری ته  ور  رسیدلې وي ،په دې اساس  به هغه ته یو ډول   اندیښنه او زړه  بداوې  را پیدا شوې  وي  اوپه دې توګه به همایون  په اسانۍ سره  شیرشاه  سوري ته ماته ورکړی . او دخپلو موخو  په تر لاسه  کولو  کې  به بریالی  و ګرځی .
دهمدې ارادو د  پوره کولو له پاره همایون د بنګال  په  لور د تللو تر مخه  د چنار د کلا په لور وخوزید.  دبله اړخه دشیرشاه سوری  جاسوسانو هم دهمایو ن د لښکر  کلکه  څارنه کوله ،هغوې  سمدستې  شیرشاه سوری ته  خبر ورکړ  چې همایون  غواړي د بنګال  په ځاې  د  چنار دکلا د سوبې  له پاره هغه لورې ته ولاړشي . ددې خبر د ترلاسه کولو سره سم  شیرشاه سوري  ډیر  اندیښمن  شو  او خپل زوې  جلال خان او د صاحب خان مشر ورور   مقرب خان  یی د ګوډ د کلا د محاصرې  له پاره   پريښوول او په خپله یی د صاحب  خان  سره یو ځاې  لښکر   واخست اود چنار کلا  د ساتنې  له پاره  یی د ګوډ  څخه  هغه لورې ته کوچ وکړ.
شیرشاه سوری  د ګوډ  څخه د چنار کلا په لور په دومره ګړندۍ توګه  او دومره سرعت  سره ولاړ  چې هلته دهمایون د لښکر  د ورسیدو تر مخه دوې  ور  ورسیدل ، هغه د کلا  څخه د بارودو  یو  ستره  ذخیره اودخپلې کورنۍ  ښځې اوکوچنیان  وویستل  او هغوې  یی  هلته  په غرونو کې پرتې  د  وندیاچل   بلې  کوچنۍ  کلا ته  منتقل کړل .   ددې ټولو  کارونو د تکمیل نه وروسته شیرشاه سوری دهمایون  د  راتلو تر مخه   دچنار کلا دخوندي ساتلو  په خاطر  خپل دوه کسه  سالاران  هر یو  جرنیل  غازي  سور  او سلطان  سروانی  و ټاکل ، هغوې ته یی خپل نیمایی   لښکر ورکړ اوپه خپله د صاحب خان سره یو ځاې  دکوهستان  په  وندیاچل  کې  د بهار کنډ  د کلا  په  چار  چاپیر کی  کیناستل ترڅو په مناسب وخت کې دهمایون په لښکر باندې  ګذار  وکولی  شی .
همایون هم د خپل لښکر سره یو ځاې د شیرشاه سوری  مرکزی کلا  چنار ته  ور ورسید. دچنار کلا د غره  په یوه   لوړه  څوکه  پرته ده  ، دغرونو دا لړۍ نژدې  ۱۵۰   فټه  لوړه ده . دا کلا د مرزا پور نه  د ګنګا دجنوبی  غاړو  پورې  رسیږی ، او بنارس  چې د ګنګا  په غربی  څنډه کې  نژد ې ۱۸ میله  لرې  واټن  کې پروت  دې  ،   تر دې ځایه  د چنار  د کلاسره یو ځاې  د دایرې شکل   جوړوی  او بیا تر شمال  پورې  غځیږي .
ددې کلا  اوږودوالې ، که دغره  هغه  څنډه هم ورسره  را ونیسو نو یونیم میل تشکیلوي ،ددې کلا عرض  په ځینو ځایو  کې  ۱۰۰ ګزه او په ځینو ځایو کې  تر   ۳۰۰ ګزو پورې  رسیږي . ددې کلا  درې  اړخونو ته  دګنګا  دریاب  په  پوره   تیزۍ سره  بهیږي .  په  جنوب  کې ددې کلا  څوکه  په پخوانیو وختونو کې د عامی شاهراه  او د غرونو سره  یوځاې کیده .
دا کلا په  ډیر  زیات  ستراتیژیک  اهمیت کې پرته وه   او دحربی  اهمیت  له لورې  دا ځاې  ډیر  زیات  وزن  درلود. که  چیرې  همایون  په هماغه  لمړیو  پنځلسو ورځو کې دې ځای ته د شیرشاه سورې د راتګ د مخه را رسیدلې واې  نو  په ډاډمنه توګه  به یی  کلا نیوله او دشیرشاه سوری ملا  به یی ورماتوله . که چیرې  همایون په خپلو راتلو کې  لږ څه  ګړندیتوب کړې واې  نوهمایون  به  چنار ته د شیرشاه  څخه دمخه را رسیدلې واې  نوپه هغه وخت  کې به نه شیرشاه  خپلې  ښځې اوکوچنیان دکلا  څخه  ویستلې واې او نه  به یی دهغې  له پاره  نوره مرسته  را استولې  شوه،اونه  به یی د  جنګ  سامانونه دکلا  څخه  بیرون  د کوهستان وندیاچل ته منتقل کړې واې  او نه به یی  دبهار کنډ  په  کلا  کې  ځان  ځاې په ځاې کړې وای.
خو اوس  وخت  له لاسه وتلې و ،  همایون د خپل  غفلت  په اساس  د شیرشاه سوری په دام کې  نښتې و. شیرشاه  غوښتل  چې دبنګال د سوبې د مخه دهغه  هیڅ  دښمن  دهغه مزاحمت  ونه کړي  خو په چنار  باندې د حملې  کولو  په اساس  همایون  دهغه دا  غوښتنه  پوره کیدو ته پری نه ښوده .
همایون  نژدې  درې میاشتې  د چنار کلا په خپله  محاصره کې واخسته ، په دې وخت کې د شیرشاه سوري  جرنیلانو هر یو  جرنیل غازي  سور  او سلطان سروانی   د کلا  څخه  دفاع کوله ، په داسې حال کې  چې په خپله شیرشاه سوری  هملته  په  وندیاچل  کې  په  سنګر کې ناست و . شیرشاه  سوری  ډاډمن و  چې  د هغه د چنار کلا  لښکر  به همایون په مقابله کې خپلې دفاع  ته دوام ورکړي  او همایون  به د محاصرې داوږودوالې  څخه ستومانه  شي اوبیرته  به ستون  شي . خوداسې و نه  شول .
همایون  په همدې وختو کې په کلا باندې   د توپونو خولې ورخلاصې کړې وې، خو دهغه ډیرې  حملې ناکامې  وې  برعکس  د مغلو مالې اوځانی تاوانونه  ورځ  په ورځ  زیاتیدل. په اصل کې د چنار دکلا د سوبې کولو  ټول  مسؤلیت  ، همایون د خپلې توپخانې  دمشر  رومی خان  په  غاړه  ور  اچولې و. رومی خان په خپل  ترک  توکمه و، دقسطنطنیی  اوسیدونکې و  ، پخوا د ګجرات دحاکم  بهادرشاه  د توپخانې   مشر و  ،بیا یی هغه پریښوده  او دهمایون  لښکر ته  راغې  اوهمایون هم هغه ته   په خپل لښکر کې د توپخانی  قومنداني  ور کړه . او د لښکر  اعلې  قومندان  یی و ټاکه.  
حالات دا ډول وو چې  د غرونو د لمنو څخه نیولې ان د مغل سراې  پورې د  همایون  د فوځ خیمې   ولاړې وې  او کیدې  شې  چې دهمدې په اساس  به  دهغه  ځاې نوم هم مغل سراې  ګرزیدلې وي ،ځکه دمغلو فوځ هملته  یو ستر  ښارګوټې  جوړ کړې و.
د همایون  قواو د  وچې له لارې د چنار کلې ددرې  اړخونو څخه  را تاو کړې و ، تر څنګ  ېې  د سمندر  له لارې هم دهمایون  د بحري کشتیوبیړۍ   چنار کلي ته  د وسایلو د ور  رسولو لارې  بندې  کړې وې.
خو د رومې  خان توپخانې دخپل ښکتني  خراب  موقعیت  په خاطر  اغیزمنه  بمباري  نه شوه کولاې . نو په دې توګه  د  وخت  د زیاتیدو  او د ناکامه بمباریو له مخې رومي خان  هم  سربداله شوې و . هغه د چنار د کلا د ولکې کولو له پاره یو بل  پلان  جوړ کړ ، هغه دخپل  خلالت نومې  غلام  سره  سلا مشوره وکړه او ددې مشورې  نه وروسته هغه د  چنار  دکلا تر مخه په خپل  غلام باندې  د وهلو  برید وکړ.  د غلام  د وهلو دغه حال  د شیرشاه سوري لښکر  د کلا  د دیوالو څخه  ننداره  کاوه . کله چې هغه  غلام د وهلو  څخه تنګ  شو نو د پخوا  څخه دجوړ شوې پلان په مطابق  یی دخپل ځان د خلاصون په خاطر د  چنار د کلا په لور  منډه کړه. کله چې هغه  ساده  فکره  افغانانو  وکتل  چې  د مرګ  نه د خلاصون په خاطر  هغه  بیچاره  غلام دوې ته د پناه  اخستلو په خاطر   د کلا  دروازو ته را  رسیدلې  دې  نو هغه ته یی د پناه  د ورکولو په خاطر د ښار  کوچنۍ  دروازه  لږ څه پرانسته  او هغه ته یی  کلاته  د ورننوتلو اجازه ورکړه . دې غلام   هم   د لږ وخت  په تیریدو سره  دغه افغانان  په خپل ځان باوري کړل . د شیرشاه سوري  عسکرو  پخپله  غوښتل ددې غلام  څخه  دا معلومه کړي  چې د رومي دتوپخانې  سره په څه ډول  مقابله شونې ده. په همدې خاطر هغوې دې  غلام ته د کلا  ټول  پټ  ځایونه ور  وښوول  او دخپله ځانه  د جوړشوې  دفاعي پلان په اړه یی  هم ورته پوره  معلومات ورکړل.
په دې ټولو  هر څه د پوهیدو وروسته  غلام یوه  ورځ په پټه توګه  ووت  او و تښتید. او خپل  بادار  رومي خان یی  دټولو هغو رازونو څخه  چې     د کلا  په دننه کې یی  تر لاسه کړی و  خبر کړ، رومې خان ددې ټولو معلوماتو د تر لاسه کولو وروسته د همایون خان څخه د کشتیو د منار  د جوړولو  اجازه و غوښته ، تر څو ددې لارې   و توانیږی  د شیرشاه سورې د لښکرو  د موادو  د  ترسیل  لارې  چارې   بندی کړاې شي . همایون ورته  فرمان  ورکړ  چې هغه  هر هغه  څه  چې ددفاع  له پاره  اړین ګڼي ترسره   کولاې یی  شي . 
ددومره زیاتو اختیاراتو  د ترلاسه کولو وروسته، رومي خان  په څو میاشتو کې  دکشتیو د پاسه  داسې یو مینار  جوړکړ چې د چنار کلې  هر یو کونج ترې  د ورایه ښکاریده.  دمینار د تیاریدو  وروسته  رومي خان  دهمایون  څخه اجازه و غوښته  چې د کشتیو دا مینار  کلاته را نژدې کړي  ، او ترڅنګ  یی دا  غوښتنه هم وکړه چې همایون دې خپلو لښکرو ته  په دې کلا  باندې  د هره اړخه  دیرغل کولو حکم و کړي  او تر هغې دې جنګ  ته دوام ورکړي تر څو کلا په مکمله توګه  فتحه شوي  نه وي .
همایون همداسې وکړل ، اخر  جنګ پیل  شواو تر نیمي شپې پورې یی په پوره  ځواک  سره دوام وکړ . په دې جګړه کې نژدې  اوه سوه  مغل عسکر  له منځه ولاړل ، او د ډیرو  سختو هڅو  سره سره بیا هم کلا فتحه  نه کړل شوه . ددې یو علت  دا و چې د شیرشاه سوري  عسکرو دخپلو مورچلو څخه د کشتیو دا مینار  تر اور لاندې و نیو او ددې مینار  یوه برخه یی  له منځه یوړه ، خو په دویمه  ورځ  تر سهاره  پورې   رومي خان  هغه بیرته ترمیم کړ . کله چې  هلته په  کلا  کې د شیرشاه سوري  عسکرو وکتل  چې  د مغلو عسکرو هوډ  ځواکمن دې  او یوه ورځ  نه یوه  ورځ  به دوې  په  دې  کلا باندې  ولکه کوي نو هغوې ددې ویرې  څخه همایونه ته د سولې  پیغام و لیږه  او د کلا  دپریښولو له پاره یی  ورته شرط  وړاندې کړ چې دهغې په مقابل کې به  دوې ته  سلامتئ  او امن  ورکوي .
همایون  هم د شیرشاه سوري  دلښکر  سالارانو ته  د هغوې دځانو د سلامتئ  ډاډ ورکړ او په دې ترتیب یی په کلا باندې ولکه وکړه . د چنار په کلا باندې د قبضی  کولو  وروسته  مغلو  د وینو په تویولو لښتې  وبیول . که څه هم  هغه  رومې خان ته  د دې وعدې  دپوره کولو حکم کړې وخو دهغې  یو باوري سالار «موویدبیګ»  چې ددربار  یو اعلې  افسر و  په  هغې حکم  کې ردوبدل وکړ . او دا یی  په   کی  و لیکل  چې د افغانانو  لاسونه  دې پرې کړل شي. ددې پایلې داشوې  چې  رومي خان دشیرشاه سوري  ددوه زره توپچي  عسکرو  له ډلې څخه د اوه  سوه کسانو لاسونه  پرې کړل اوپه دې ترتیب د چنار په کلا باندې همایون ولکه وکړه .
دبله اړخه  شیرشاه سوری  هلته  د چنار په  کلاکې  د خورا ک  څښاک او فوځې  موادزیاتې ذخیرې   ځاې په ځاې کړي وې او ددې  شیانو دخوندی ساتنې له پاره یې  پوره  ساتونکي  ټاکلي وو او دا هیله یی درلوده چې د برسات د موسم د پیل کیدو پورې به دوې  په کلا کې ددې د عسکرو او دکلا خوندي ساتنې  دنده  تر سره کوي . ترڅنګ یی شیرشاه سوري دا  هیله  هم درلوده  چې که چیرې د برسات د موسم دپیل کیدو پورې ددې عسکر هملته  محاصره  او د یرغلګرو مقابله وکولاې شي  نو تر هغه وخته  پورې  به هغه  هم د بنګال څخه خپل عسکر  را باسي او په دې ترتیب  به دخپلو عسکرو  ځواک  هم ورزیات  کړي او دهمایون په مقابل کې  به یی حالت  نورهم  غښتلې شي او کلا  به د سقوط نه و ساتي .
خو د چنار کلا  ساتونکو دهغه دا  هیله پوره  نه کړه،په درې میاشتو کې  په کلا کې د هغه  سالارانو دهمایون په مقابل کې  ګونډې  ووهلې  ، د ا  په داسې حال کې  چې دبرسات  موسم ته  لا  تر اوسه  دوه میاشتې  پاتې وې . اوس  شیرشاه سوري په دې  فکر کې و  چې  د چنار د کلا وروسته  به  همایون دهغه پر خلاف  حرکت وکړي . د چنار دکلا د دلاسه ورکولو  وروسته  په څو ورځو کې  شیرشاه سورې ته یو بل بد خبر  ورسید چې دهغه زوې جلال  خان او د صاحب خان مشر ورور  مقرب  خان   چې د بنګال د ګوډ ښار  یی محاصره کړې و نو دمحاصرې  په وخت کې  مقرب  خان  په ډیرې میړانې سره  د کلا د دیوالونو په لور  حرکت  کړې و  خو هغه  په هغه خندق کې  چې د کلا چارچاپیر  کنل شوي  ډوب  او هلاک شو .دمقرب  خان د مړینې  خبر صاحب  خان ته  لکه د برق  د ټکان په څیر وګرزید.د بله اړخه  شیرشاه سوري  هم  دمقرب خان په مړینه او د ګوډ  دجنګې   مهم  په نیمایی کې په پريښولو باندې  ډیر اندیښمن شو، خو بیا هم د شیرشاه سوري زوې  جلال خان  دګوډ  د کلا د نیولو دې  پلان  ته دپخوا په څیر  دوام ورکړ. ترڅنګ  یی شیرشاه سورې  دهمایون په خلاف د رهتاس د شهزاده را جه  هرکشن  سره له یوه اړخه  خپل  اړیکي  ښه    کړل او دبله اړخه  یی  د هغه څخه  کومک هم  وغوښت خو راجه هرکشن  دهمایون پر خلاف د جنګ  څخه  انکار وکړ، هماغه و  چې د راجه هرکشن پر خلاف د  شیرشاه سوری  غصه اوقهر دپخوا په  نسبت   نور هم  زیات  شو.
پاته لري …..