کور / تازه خبرونه / طالبان : په ننګرهار کی بل هلیکوپتر هم نسکور سو

طالبان : په ننګرهار کی بل هلیکوپتر هم نسکور سو

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلی چی طالبانو نن ماپښین دوې بجې یو هلیکوپتر چی د حصارک ولسوالۍ څخه هوایی ډګر ته روان و ، وویشت او هغه په هوا کی وچاودېد چی پکښی ناست ۲۳ کسان یې ووژل سول .
مخکی هم طالبانو په همدې سیمه کی د یو هلیکوپتر د ویشتلو خبر ورکړی و خو ناټو ویلی وو چی هغه تخنیکی عارضه وه ، حال دا چی د دې دوهمی ادعا په هکله یې تر اوسه څه نه دي ویلی .