کور / شعر / امت خوري لويه بلا ده

امت خوري لويه بلا ده

امت خوري لويه بلا ده د ناموس په سر غــــزا ده
پاڼې پاڼې مو قرآن شــو
دجومات محراپ مو وران شو
له ځلميــــو ډک زندان شــو
دشهيد د زوى ژړا ده امت خوري لويه بـــلا ده
تنکى نسل قرباني شــو
د تقليد په اور ستي شـو
مجرم خپله اوس قاضي شو
دمېرمن په نوم وبا ده امت خوري لويه بــلا ده
ښه واعظ او منبر ورک شو
د امام هم خبر ورک شـــو
د ليکوال پوخ اثر ورک شــو
دغليم خوله کې خندا ده امت خوري لويه بــلا ده
زما مال بل ځاى خرڅــــــيږي
هم مې کور کې بل اوسـېږي
پاس په بـام راته ترپيــــــــږي
جوړه مونږ ته کربلا ده امت خوري لويه بـــلا ده
شــــهامت مـــو وژل کيږي
کرامت مو غــــوبـــل کېږي
حق ويــــونکى تړل کيـــږي
په انګړ کې مو غوغا ده امت خوري لويه بـلا ده
خوب اشنا کوي نېشو کې
ډوب تــــر پوزې په مزو کې
بې پــروا دې دې قېصوکې
څېره خړه د اشنا ده امت خوري لويه بـلا ده
که ويښ نه شو له دې خوبه
خلاص به نه شو له دې اوره
سپينه ورځ به شي بيا توره
دا ويـــنا د احـمدشـــاه ده