کور / تازه خبرونه / ملا محمد عمر : امریکا په سخت جنګ کی راګیر ده

ملا محمد عمر : امریکا په سخت جنګ کی راګیر ده

پاکستانۍ انګریزی ژبې خپرونه ( دِی نیوز ) لیکی چی د طالبانو لوی مشر ملا محمد عمر خپلو جنګیالیو ته یو څلور مخیزه پیغام خپور کړی چی په هغه کی یې ډاډ ورکړی چی امریکایان په خورا سخت جنګ کی راګیر دي او د هغوی د دیرش زرو نورو پوځیانو راتګ بل هیڅ نه دي لرلي بېله دې چی تلفات یې هره ورځ نور هم ډیر سی . ده زیاته کړې چی هغوی په افغانستان کی د ماتې سره مخامخ دي نو ځکه د سولی د خبرو اترو نارې وهی . ده ویلی چی د حامد کرزي حکومت د افغانانو ژوند د بد څخه بدتر کړﺉ او ملت په ستونزو کی ډوب دی .
طالبانو تر اوسه د نیوز خپرونی د دې پیغام خپرولو د حقانیت په هکله غبرګون نه دی ښودلی .