کور / تازه خبرونه / یو بهرنی پوځی ووژل سو

یو بهرنی پوځی ووژل سو

ناټو لیکی چی طالبانو نن د هېواد په جنوب کی یو بهرنی عسکر وویشت او ځای پر ځای یې ووژﺉ ، خو نور هیڅ تفصیل یې ورنکړ .
بلخوا ، پنتاګون اعلان وکړ چی په تیرو درو ورځو کی چی طالبانو کوم دوه بهرني پوځیان وژلي وو ، دواړه امریکایان وو چی لومړنی په هلمند کی او دوهم په خوست کی وژل سوی و .
په دې سره د ډسمبر په روانو نهو ورځو کی د بهرنیو پوځیانو تلفات ۱۳ ته ورسېدل چی ۱۰ یې امریکایان دي .