کور / تازه خبرونه / کندوز: ديارلس پروژې ګټي اخيستني ته وړاندي شوې

کندوز: ديارلس پروژې ګټي اخيستني ته وړاندي شوې

د کليو د بيارغوني او پراختيا وزارت ، د ملي پيوستون پروگرام ديارلس پروژي پدي وروستيو کي دکندز په ولايت کي گټي اخستني ته وسپارل شوي.
د دغه ولايت د ملي پيوستون پروگرام د مسوولينو د وينا له مخي پدي پروژو کي د(٥٤) پل گوټو جوړول، د(١٠٨١٣) مترو په اوږدوالي دسړک ترميم او شگي اچول، د(٧٢) څاگانو کيندل او دښځو له پاره دخياطي او سواد زده کړي دکورسونو پرانستل شامل دي .
يادي شوي پروژي د ١٤مليونه او ١٦٤٠٠٠ افغانيو په لگښت دملي پيوستون پروگرام له بودجي بشپړي او څه دپاسه ٣٥٥٧کورني ترينه گټه اخلي .