کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ويکيليکس – د ډنمارک د پوليټيکن ورځپاڼي څخه ژباړه

ويکيليکس – د ډنمارک د پوليټيکن ورځپاڼي څخه ژباړه

Politiken, Onsdag d.1.12.2010
د WikiLeaks دویبپاڼی په اړوند چی نړیواله هنګامه یی جوړی کړی ده. غواړم تاسوګرانولوستونکولپاره دپورتنی ډنمارکی ورځپاڼی یومضون وژباړم چی دهغه کس په اړوندمعلومات وړاندی کوم چی دغی پاڼی ته یی دغه ډیرپټ معلوماتونه په واک کی ورکړی دی.
یوکوچنی سرتیری دتاریخی معلوماتونودرسواکولوترشاولاړدی
۲۲ کلن سرتیری Bradley Manning هغه څوک ګڼل شویدی چی په زرونو پټ اسنادیی پورته ذکرشوی ویبپاڼی ته ورکړی دی.
دنوموړی سرتیری په اړوندلنډمعلومات
دزیږیدنی ځای: ۱۹۸۷ز کال امریکا
دلویدلوځای: Oklahoma سرتیری اود امریکایی په فوځ کی دڅارداداری څیړونکی. بغدادته ددندی لپاره ولیږل شو.
زندانی کیدل: می / ۲۰۱۰ زکال، نوموړی دزرونوپټواسنادوپه ورکولو دویلیکس ویبپاڼی ته، متهم دی.
یوه ورځ نوموړی ۲۲ کلن سرتیری دمی دمیاشتی په ۲۱ مه نیټه دچټ ایمیل کولوپه وخت کی دکمپیوتردیوغله  Adrian Lamo څخه داسی وپوښتل: څه به وکړی؟ که ته په اونی کی اوه ورځی دورځی ۱۸ ساعته داتومیاشتوپه درشل کی پټواسنادوته لاس رسی ونلری، داایمیل نوموړی ولوستی اوپه دغه ډول ددوی ترمنځ داسنادودورکولوچاره پیل شوه چی څوورځی یی دوام وکړی.
نوموړی ځوان سرتیری دپورته پوښتنی ځواب خپله وموندی چی نوموړی څو ورځی وروسته بیان کړه چی په ډیره اسانی سره یی دبهرنیوخدمتونودکمپیوترڅخه پټ اسنادپه سی ډی کی کاپی کړه. دغه پټ اسنادیی بیله دی چی څوک شک ورباندی وکړی دځان سره بهرته راویستل.
ځوان سرتیری دکمپیوترغله ته ولیکل چی په ډیره اسانی سره می پټ رازونه لاسته راوړه. په ځواب کی کمپیوتری غله په علاقه داسی وپوښتل:
« په دی ډول تااسنادترلاسه کړه؟»
ولی ځوان سرتیری داسی ځواب ورکړی. «ممکن!»
« زه یوه سی ډی چی د Lady Gaga موزیک په کښی وی جوړه ومه وروسته موزیک ورڅخه لیری کړه اوپټ معلوماتونه واخله. هیڅوک به شک ونکړی او
هیڅ وخت به داسی ونه شی، زه به هیڅ وخت څه پټ نه کړم.»
۲۲ کلن سرتیری داسی بیان کوی چی ذکرشوی موزیک می دشپیلاق په کولوسره اوریدی اودامریکی زیات تاریخی پټ اسنادمی لیږدول.
سرتیری چی پرنوموړی کس یی بشپړباورپیداکړی، هغه ته وایی، داډیره ساده ده.
مقابل لوری بایددامعلوماتونه ترلاسه کړی نه وای نوځکه وارخطاشواوپه بیړه یی دامریکی اړوندوپولیسوته خبرورکړی. په همدی شیبه یی دایمیلونودتبادلی اسنادیی  یو خبری سرویس ته دwried.com ورکړه. کوم چی هلته لوستل کیدای شی.
په دغه وجه ځوان سرتیری دمی په میاشت کی په کویټ کی زندان ته واچول شو.
(۱۸۹) ورځی ورورسته دنن نیټی څخه دجولای په لومړی نیټه دویرجیناایالت زندان ته یووړل شوچی اوس هلته بایدوی.
سړی په بشپړباورنه پوهیږی چی ځوان سرتیری دایمیلونودتبادلی په وخت کی ټوله(۲۶۰۰۰۰) ډیپلوماټیک راپورونه ورکړی دی، رښتیادی که نه؟ ولی د امریکی پولیسFBI پردغه موضوع ډیرباوری دی چی ځوان سرتیری یی متهم کړی دی چی ډیرمهم پټ اسنادیی غیری مسول شخص ته په واک کی ورکړی دی.
په دغه موضوع کی دویکیلیکس پاڼه چی ځان دwhistleblowerside  پاڼه ګڼی.
په خپل چټ کی ځوان سرتیری څوځله ویلی دی چی مادغه مواددویکیلیکس دپاڼی جوړونکی(۳۹) کلن استرالیاییJulian Assange  پخوانی کمپیوتری غله ته ورکړی دی.
یوازی سړی په بغدادکی
داټوله ممکن وه، ځکه څیړونودسپټمبرتریولسمی ترهګری پیښی وروسته وښودل چی دپورته ترهګری بریداټکل له مخکی نه وکړی که معلوماتونه په ښه ډول تبادله شوی وای. په دغه خاطریولوی معلوماتی جال چی ډیراسناداوراپورونه په کښی ځای پرځای شوی وه، جوړشو. داجال دSIPRNet  په نوم یادشوچی ډیرلوی ګروپ لوړرتبه چارواکو، ډیپلوماټانواوفوځیانودورننوتلولارورته درلوده. دوی ځان باوری کړی وه چی معلوماتونه په ازادډول په کښی راټول شی.
په دی ورځوکی چی دویکیلیکس پاڼه لګیاه ده چی ۲۵۱۲۸۷ پټ اسنادرسواکوی نوامریکایان دامنی چی ازادی تریوی کچی زیاته وه.
ولی ترهمداګړی نوموړی سرتیری متهم دی چی زیات پټ اسنادیی ورتحویل کړی دی. مخکی په اسنادوکی دډییپلوماټیکومعلوماتودراپورویډیوکوم چی په بغدادکی ځانګړی امریکایی چورلکهApacheh  پرعامووګړوډزی کوی، داپریل په میاشت کی یی عامه رسنیوته وښودله.
ځوان سرتیری که ګنهګاروګڼل شی، داسی خطره شته چی تر(۵۰) کاله زیات بند باندی محکوم شی.
یوګروپ کسانوچی دنوموړی سرتیری لپاره یوه ملاتړی مرستندوی اتحادیه  را منځته کړی ده، نظرلری چی نوموړی بایدپه پورته ډول زندانی نه شی. نوموړی اتحادیه دځوان سرتیری لپاره دمرستی په موخه پیسی راټولوی چی سرتیری لایق او قیمتی مدافع وکیل وټاکلای شی ترڅومحکمه یی عادلانه وی.
سره ددی چی اسنادبه موجودوی چی هغه ویډیوچی دچورلکی بمباردپه بغدادکی ښیی، نوموړی سرتیری به ویکیلیکس ته ورکړی وی ولی سره ددی هم بایدسزا ورنکړه شی. دنوموړی مرستندوی ګروپ علاوه کوی:چی نوموړی یوجنایت رسواکړی دی، که نه داجنایت به دهمیش لپاره دامریکایی فوځ له لوری پټ پاته شوی وای.
عینی نظریه عام خلک لری چی بایدپه هغوواقعیتونوباندی وپوهیږی، کوم چی سرپوښ ورباندی ایښودل شوی دی. (۴۰) کاله مخکی دامریکی ستری محکمی دهغو(۷۰۰۰) پټوجنګی اسنادورسواکیدل دامریکی دجګړه ایزوجرایموپه اړوندپه ویټنام کی سالمه چاره وګڼل ، کوم چی دپنتاګون اسنادوپه نامه یی یادول.
ځوان سرتیری په ۱۹۸۷زکال زیږیدلی دی اوداوکلوهماپه ایالت کی لوی شوی دی. نوموړی نری اوکوچنی ځوان دی، غیری مطمین وی اودخپل ټولګی د ملګروسره یی هم ستونزی درلودی ، دټولګی ملګرودهمجنسبازه په نوم مسخری ورباندی کولی. دښوونځی ترپای ته رسیدووروسته یی مختلفی دندی درلودی چی په وروسته کی په اردوکی شامل اوبغدادته ولیږدول شو، کوم چی دپټواسنادوڅیړنه یی کوله. په دی دنده کی هم دنوموړی اړیکی دخپلوهمکارانوسره اسانه اوعادی نه وی اودکمپیوتری غله سره دده اړیکی دنوموړی دسخت ډارباعث وګرځیدله.
ځوان سرتیری په داسی حال کی چی سوچ کوی چی زه، ځوان، کمزوری اوکه احمق وم ، داسی بیان کوی:
« زه نه پوهیږم چی دلته ناست یم اواعتراف کوم…. چی زه اوږده موده یوازی (په ایزولیشن) کی وم. زه غواړم چی یومهربانه ځوان واوسم اونورمال ژوند ولرم، مګردژوندپیښوزه دی ته اړباسلم چی دژوندیوبل طرزوټاکم چی ژوندی پاته شم. دابه هوښیاره چاره وی چی وګورم څه پیښیږی، هیڅوک زمانه یادداشت نه اخلی. کله چی ځوان سرتیری پورته بیان لیکی بیاهم سوچ کوی چی زه ځوان، کمزوری اواحمق یم.
په بغدادکی استوګنه ددی باعث شوی وه چی ځوان سرتیری سوچ نه کاوه چی ښه اوبدانسان شتون لری. څوان سرتیری خپل دچټ ملګری ته ولیکل: داویډیوچی د امریکایی چورلکوبمباردیی پرعامه وګړو ښیی، ما په دی عقیده باوری کوی چی داواقعیتونه دعامه خلکوغوږونوته ورسوم.
ماپردی باندی اونی اومیاشتی فکرکړی وه ترمخه ددی چی دامعلوماتونه ولیږدم.

نوټ: بایدووایم چی دویکیلیکس ویبپاڼی جوړونکی Julian Assange دسی شنبی په ورځ ۷ / ۱۲ / ۲۰۱۰ زکال په لندن کی ونیول شو. پای