کور / تازه خبرونه / د ترکمن ګاز تړون لاسلیک کېدونکئ دئ

د ترکمن ګاز تړون لاسلیک کېدونکئ دئ

اسوشیټیډ پریس لیکی چی د افغانستان حامد کرزﺉ او د پاکستان آصف علی زرداری او د هند د پټرولیم وزیر ( مورلی ډیورا ) د ترکمنستان په مرکز عشق آباد کی دي او همدا نن به د « ټاپي » په نوم د ګاز د پایپ لاین تړون لاسلیک کړی چه هغه به د ترکمنستان څخه تر هندوستان پوری رسیږی .
دغه پایپ لاین چی ۱۷۰۰ کیلو متره ( ۱۰۵۰ میله ) به اوږد وی ، د ترکمنستان د دولت آباد څخه د هند تر فاضلکا پوری غځیږی چی اته بلیونه ډالره مصرف به ولری او د کاله به دیرش بلیونه متره مکعب ګاز پکښی تیریږی چی د ورځی به ۹۰ ملیونه متره مکعب وی .
افغانستان ته به هم یو څه ګاز ورکول کیږی خو هر کال به د ۳۵۰ ملیونو ډالرو په حدودو کی فیس اخلي او دوولس زره کسان به په کارونو وګومارل سی .
د دې پایپ لاین تهداب په ۱۹۹۵ کی امریکایی ( یونوکال شرکت ) ایښی و ، خو طالبانو هغه مهال د ارجنټاینی ( بریډاس کمپنۍ ) سره قرارداد وکړ نو ځکه د امریکا د خښم وړ وګرځېدل . خو نن هم په افغانستان کی د امنیت نشتوالی د دې پروژې د بریالیتوب کلیدی مسأله ده په تیره بیا دا چی هغه د طالبانو د مرکز یعنی هلمند او کندهار څخه تیرېدونکی دﺉ او همدا علت دی چی نن دیرش زره امریکایی پوځیان په دغو دو ولایتونو کی جنګیږی .