کور / تازه خبرونه / افغان کرکټ بورډ د کابل ولایت کرکټ رئیس له دندې ګوښه کړ

افغان کرکټ بورډ د کابل ولایت کرکټ رئیس له دندې ګوښه کړ

د افغانستان کرکټ بورډ د کابل ولایت د کرکټ رئیس حاجي عزیزالله فضلي له دندې ګوښه کړ، نوموړي د کرکټ بورډ د اصولو او قوانینو څو څو ځله سرغړونه کړې او همدارنګه ښاغلي فضلي په تیرو څو میاشتو کې د کابل د کرکټ د ودې او پرمختګ کې کوم مثبت رول نه دی لوبولی او نه کومه لاسته راوړنه لري. نو همدا لامل شو چې د افغان کرکټ بورډ له خوا له دندې ګوښه کړل شو.
افغان کرکټ بورډ تر اوسه پورې بل کوم شخص د کابل د کرکټ د ئریس په توګه نه دی نومولى، خو ډیر ژر به د کابل ولایت د کرکټ لپاره وړ او په کرکټ پوه شخص په دنده وګماري.