کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / لوی څارنوال باید استعفا وکړی او یا د جزآ قانون تطبیق کړی

لوی څارنوال باید استعفا وکړی او یا د جزآ قانون تطبیق کړی

د افغا نستان د اسلامی جمهوریت لوی څارنوال محمد اسحق ا لکو او دهغه مرستیال باید خپلی استعفا ته غاړه کښیږدی.داځکه چه دوي اوس دافغانستان د اسلامی جمهوریت دا ساسی قانون له مخی دجرایمو او جزاد قوانینو د تطبیق اود عمل په پړاو ونو کی پا تی  راغلی دی. ددولت د قضا ئیه قوی د قانون  د تطبیق او ددی قانون د رعایت او پلی کولو دنده یواځی په لویه څا رنوالی او  قضا ئیه قوی پوری اړه لری .


څارنوالی  دعدالت او قانون  د تطبیق او پلی کولو هغه مقام دی چه  ددولت په سطحه ډیر لوړ او عالی ارګان بلل کیږی. لو یه څارنوالی  ددولت په ټولو چاروکی د سر غړونی  او دقانون د نه تطبیقولو په وخت کی پوره واک او اختیار لری  چه د قانون سر غړونکو ته په  پوره عدالت سره د خپلو څیړنو او تحقیقاتو له مخی جزآ وټاکی او اپتدایی مر حله یی تکمیله کړی .  لو يه څارنوالی  په لمړی سرکی  د هر متهم او مجرم جرم  د قانون د سر غړونی  پروسه  تر څیړنی او تحقیق لاندی نیسی او بیا  د متهم دوسیه د پری کړی او فیصلی لپاره و مر بوطی محمکی ته استوی چه په دی هکله  محکمه د لوی څارنوالی د تحقیق پر بنسټ خپله پری کړی اعلانوی، او متهم ته د قانون له مخی جزا ټاکل کیږی.


رابه شو اصلی مطلب ته :
د افغانستان دولسی جرګی انتخابات په ټول هیواد کی تر سره شول .د ټاکلو خپلواک لوی کمیسیون او د شکا یا تو د ځانکړی کمیسیون  د پری کړو سره سم  ولسی جرګی ته  نو ماندو ټولو ګټلو کاندیدانو  ته د بری نتیجی اعلان کړی. ټولو افغا نانو دسر په سترګو ولیدل چه د انتخا باتو سلسله د افغانستان د امنیتی مسایلو له کبله برابره نه وه او نه هم دا انتخا بات په آزاده او دموکراتیکه فضآ کی سر ته ورسیدل.  ولی عجبه خو داده  چه امریکا اوداروپایی اتحادیی ټولو حقوقی مقا ماتو دا انتخا بات درست او سم وګڼل چه ددوی دا قضاوت هم مونږ افغانانو ته د شک او تر دید هیلی  نوری  پیاوړی کړی.  دبلی خواه لویه څارنوالی ددی نتیجو له وړاندی لا د انتخا باتو پر وسه د شک سره وګڼله، او په انتخا باتو کی یی په لوړه کچه  ددرغلیو او تیر وتنی  عمل وښودی او په دی هکله یی  خپل نظر د تلویزیون او رسنیو په مقا بل کی څر ګند ګړی. دلوی څارنوال له خولی نه د ولسی جرګی د انتخا باتو شکل او بڼه ددرغلیو ډکه ده . ددی انتخا با تو تصمیمونه او پری کړی په سرای شهزاده او دعربی اماراتو په دوبی کی نیول شوی دی.
لوی څارنوال همدارنګه په ډا ګه کړه چه د انتخا باتو د لوی کمیسیون ویاند نور محمد نور او د شکا یاتو د کمیسیون ویاند رفعت هم په در غلیو کی ور ګډ دی. او ددوی د نیولو پری کړه یی هم اعلان کړی . او همدارنګه د ځنو صرافانو او یوی خارجی میر منی نو مونه یی هم وا خیستل چه د شواهدو او مدارکو پر بنا په در غلیوکی یی د ارتباط   د راکړی ورکړی مهم رول لوبولی دی. لوی څارنوالی زیا ته کړه چه دوي ډیر مهم اسناد او شواهد په لاس کی لری چه د انتخا با تو لړی عا دلانه او شفافه نه ده.


 ولی مونږ ولیدل او  وینو یی چه نه دغه کسان ونیول شول او نه هم  د قانون د تطبیق لړی پر نورو متهمو کسانو  باندی  پلی شوه .که چیری لوی څارنوال د جرمونو د جزا قانون پر متهمو کسانو باندی نشی عملی کولای پس نو ضروری ده چه دخپل مقام د چوکی نه تیر شی. دا ځکه : کوم وخت چه قانون دعمل په ډګر کی د ټکر سره مخا مخ کیږی نو د قانون ټولی مادی بیا  د  خطر سره مواجه دی. او دا ناوړه عمل ددولت او حکومت په ټولو چاروکی ډیری  پوښتنی  ، ګر ویژنی اوستر ګوا ښونه را پور ته کوی، دزور اوزر واک او قدرت د زور وا کانو او جنایت کارانو په لاس کی وی او څارنوالی فقط او فقط دیوی سمبولیک معمولی طبیعی پدیدی په توګه د ویری او ترس په درشل کی خپله دنده داسی پر مخ بیایی چه نه دځان او نه دقانون واک او اختیار لری او نه هم په دی هکله کومی ځانګړی قانونی پری کړی  او فیصلی کولای شی.


لکه څنګه چه ټولو ته څر ګنده ده دلوی څا رنوال لخواه څو میاشتی  د مخه هم ورته پیښه د افغانستان د حج او اوقافو په وزارت کی را منځته شوه. چه دهغه وخت مقتدیر وزیر صدیق چکری ددی وزارت څخه په لکونو ډالر په غیر قانونی ډول سره وییستل  او لوی څارنوال په عامه توګه و ټولو خلکوته اعلان کړه چه نو موړی به ډیر ژر د لندن څخه د بین ا لمللی پو لیسو په واسطه کابل ته راشی او دسوال او ځواب پر میز به د عدالت پر وسه تکمیله کړی .


ولی مونږ ولیدل چه  چکری تر اوسه پوری په لندن کی آزاد او بی غمه ګرځی او هیڅوک ورته څه نشی ویلای. نو ځکه می و لوی څارنوال صاحب ته دا وړاندیز وکړی چه ښه به داوی چه خپله استعفا په ډیر افتخار سره و جمهور رییس ته وړاندی کړی. د پښتو یو متل دی چه وایی: که ډبره درنه ده او پورته کولای یی نشی نو مچ کړه او بیر ته یی پر خپل ځای کښیږده .  او که دا کار نه کوی نو باید د قانون د ټولو مادو د تطبیق  چاری د سر غړونکو او جنا یت کونکو پر سر باندی تطبیق او عملی کړی . او خپله وظیفه د قانون په چوکاټ کی په لوړ عزم او عالی احساس سره سرته ورسوی تر څو هم د څارنوالی حیثیت او مقام ته درناوی وشی اوهم  ددرغلیو د له منځه وړلو لپاره یوه ښه بیلګه او نمونه منځته راشی.