کور / تازه خبرونه / ریچرډ هولبروک مړ سو

ریچرډ هولبروک مړ سو

اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی لیکی چی د افغانستان او پاکستان لپاره د بارک اوباما خاص نماینده ریچرډ هولبروک څه ګړﺉ مخکی د زړه د ناروغۍ له امله تر اپریشن وروسته د ۶۹ کالو په عمر مړ سو .
هولبروک په ۱۹۹۵ کی په پخوانۍ یوګوسلاویا کی د بوسنیا د سولی مبتکر و چی یوګوسلاویا یې تجزیه کړه . هولبروک ته د ده د جدیت له کبله د « بلډوزر » او « زوړ غوایی » لقب ورکول سوی و . هولبروک د ۲۰۰۹ کال په ولسمشریزو انتخاباتو کی د غبن او ساخته کاریو له امله د حامد کرزي سره خپه و .
د زړه څخه راوتونکی غټ شریان ( اوورټا ) یې له دننه زیانمن او پسی څیری سوﺉ و څو چی داخلی خونریزی ورپیښه سوه او ورڅخه مړ سو .
داسی ویل کېده چی هولبروک ښایی باالاخره د افغانستان تجزیې ته مخه کړی . افغانانو او پاکستانیانو هغه نه خوښاوه . هولبروک د ۲۰۰۸ په مارچ کی په واشنګتن پوسټ ورځپاڼه کی داسی اعتراف کړی و : « د افغانستان جګړه به د امریکایانو د تصور پر خلاف ډیره ګرانه او خورا به اوږده سی . دا جنګ تر اوو کالو اوښتی دی او د امریکا په تاریخ کی به یې اوږد ترین جنګ ثابت سی او حتی تر ویتنام به هم واوړی . »
د هولبروک څخه دوه زامن پاته سول . بارک اوباما هغه د امریکا د بهرنۍ تګلارې یو صادق او ستر شخصیت وباله .