کور / تازه خبرونه / پخواني طالب چارواکي نوى تعليمي پروګرام پيلوي

پخواني طالب چارواکي نوى تعليمي پروګرام پيلوي

د طالبانو د اسلامي امارت د وخت دوو چارواکو ملا عبدالسلام ضعيف او مولوي وکيل احمد متوکل پتېيلې ده چي د افغانستان په نا امنو سيمو کي د بې سوادۍ د مخنيوي په خاطر يو نوى تعليمي پروګرام پيل کړي.
مولوي وکيل احمد متوکل د بي بي سي پښتو څانګي ته وويل چي د ښوونځيو د پرانيستو دغه بهير به په نا امنو سيمو کي پيل سي، چي د خيريه موسسو په بې شرطه مرستو او له شتمنو زدکوونکو څخه د فيس په اخيستلو به چلېږي.
ښاغلي متوکل وويل د دوى په ښوونځيو کي به د مجاهدينو د مهال تعليمي نصاب عملي کېږي، چي افغان حکومت ورسره منلې ده، او هيله يې وښوده چي طالبان به يې هم ورسره ومني.
مولوي وکيل احمد متوکل وويل چي دغه پروګرام د افغان ښوونيز بنسټ له خوا د يوې ټولني له خوا پر مخ وړل کېږي، چي مشري يې په اسلام آباد کي د طالبانو د مهال سفير ملا عبدالسلام ضعيت کوي.
طالبان ظاهراً له ښوونځيو سره مخالفت نه په ډاګه کوي، خو په هغو سيمو کي چي د دوى تر نفوذ لاندي دي ښوونځيو ته د فعاليت اجازه نسته او ځيني وختونه سوځل کېږي، چي دولت يې پر طالبانو او هغوى يې پر حکومت باندي پړه اچوي.
د افغانستان په نا امنو سيمو کي شاوخوا پنځه ميليونه ماشومان له زدکړو بې برخي دي، چي که دغه نوى بهير بريالى سي ښايي په هيواد کي د بې سوادۍ پر له منځه وړلو مثبت تاثير وکړي.