کور / تازه خبرونه / طالبان: امريکايانو په هلمند کي اووه پوستې پرېښودې

طالبان: امريکايانو په هلمند کي اووه پوستې پرېښودې

طالب جنګيالي وايي امريکايي پوځيانو تېره شپه په هلمند ولايت کي له خپلو اوو پوستو څخه عسکر ايستلي او په بمونو الوزولي دي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي لراوبر ته په لېږل سوي پيغام کي ويلي چي دغه پوستې د موسى کلا په ولسوالۍ پوري مربوطي وې، چي تېره شپه ١٢ بجې امريکايي عسکر په څرخکو کي ځني انتقال سول او پوستو ته يې اور اچولى دئ.
احمدي وايي د امريکايي عسکرو د وتلو پر مهال دوې چاودني هم رامنځته سوې، چي څلور عسکر يې وژل سوي دي، خو ناټو ځواکونو لا د طالبانو د ادعا په باب څه نه دي ويلي.