کور / تازه خبرونه / د المان د دفاع وزير افغانستان ته راغلى دى

د المان د دفاع وزير افغانستان ته راغلى دى

دالمان دفاع وزير ديوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې افغانستان ته راغلى دى .
دالمان دفاع وزارت ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دنوموړې هيواد دفاع وزير وروسته له هغې چې په کندوز کې له خپلو سرتيرو سره وليدل په يوه خبري غونډه کې خبريالانوته وويل وروسته له هغې چې په دوه زره څوارلسم کال کې افغان امنيتي ځواکونو ته دامنيت مسؤليت وسپارل شي المان به په دغه هيوادکې خپل پوځي ماموريت کم کړي خو خپلو همکاريوته به په افغانستان کې دوام ورکړي .
خبرپاڼه زياتوي المان به وروسته له دوه زره څوارلسم کال څخه هم دافغانستان امنيتي ځواکونو په روزنه کې برخه واخلي .
ديادونې وړده المان دمګړۍ په افغانستان کې څلور زره پوځيان لري چې ډيرى په کندوز ولايت کې ميشت دي.