کور / تازه خبرونه / تهران د برتانيې سفير احضار کړ

تهران د برتانيې سفير احضار کړ

په تهران کې دبرتانيې سفير دايران دبهرنيو چارو وزارت ته غوښتل شوى دى .
درپوټونو له مخې دغه سفير راغوښتل له هغې يوه ورځ وروسته کيږي چې په تهران کې دبرتانيه سفارت په وړاندې لسګونه تنه راغونډ شوي وه اودبرتانيه بيراغ ته يې اور ورته کړى وو .
له دې وړاندې په تهران کې دبرتانيه دسفير وروستۍ څرګندونې دبشري حقونو دبد چلند په ځانګړې توګه هغه محدوديتونه چې په ايران کې خبريالان اوسياسي فعالين ورسره مخ دي دايران محافظه کارو سياستوالو غوصه يې راپارولې وه .