کور / تازه خبرونه / تخار: د طالبانو ولسوال ونيول شو

تخار: د طالبانو ولسوال ونيول شو

په تخار ولايت کې دملي امنيت دکارکوونکو په يولړعملياتوکې ددغه ولايت په روستاک ولسوالۍ کې د وسله والوطالبانولخوا نومول شوى ولسوال ونيول شو.
دملي امنيت رياست په يوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کس له شپږو مياشتو راهيسې دپاکستان دکويټې شورا لخوا په دغه ولسوالۍ کې فعاليت درلوده .
خبر زياتوي دغه تن تير کال دملي امنيت يوکارکوونکى هم وژلى و اودوه نور ي ټپيان کړي دي .
په دغه خبرپاڼه کې راغلي دنيول شوي تن داعترافونو پربنسټ دتخار ولايت په رستاب ولسوالۍ کې دطالبانو دوسلو څو پټنځايونه هم دملي امنيت ځواکونو لاسته ورغلي دي .