کور / تازه خبرونه / افغانستان ته د امريکا استازى ريچارډ هولبروک ومړ

افغانستان ته د امريکا استازى ريچارډ هولبروک ومړ

دافغانستان اوپاکستان لپاره دامريکا متحده ايالاتونو ځانګړى استازى ريچارډ هولبروک دورپيښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې .
ريچارډهولبروک دتيرې جمعې په ورځ سهار مهاله کله يې چې دامريکا دمتحده ايالاتونو دبهرنيوچارو وزيرې ميرمن هيلري کلنټن سره يې خبرې اترې درلودي په بدن کې دويني دراټوليدو له امله ناروغه شو او دواشنګنټن جورج پوهنتون روغتون ته وليږدول شواو دشپې ناوخته مهاله يې له نړۍ سترګې پټې کړي .
نهه شپيته کلن هالبروک دجيمې کارتر او بيلګنټن دولسمشرۍ په دوره کې د ديپلومات په توګه،په ملګرو ملتونوکې دامريکا دسفيرپه توګه،دامريکادبهرنيو چارو وزارت دمرستيال،په المان کې دامريکا دسفيراو يوشميرنورودندوکې کار کړى وو .
وروسته له هغې چې باراک اوباما دتيرکال دجنورۍ په مياشت کې دامريکا دولسمشر په توګه وټاکل شو هالبروک يې په افغانستان اوپاکستان کې دخپل ځانګړې استازې په صفت وګماره .
هالبروک ته دامريکا متحده ايالاتونو دخلکو له لورې دښه کار ترسره کونې په موخه دبيلدوزر لقب هم ورکړل شوى وو
دامريکا دبهرنيوچارو وزيرې هيلري کلنټن دريچارډهالبروک مړينه دامريکا خلکولپاره يومهمه ضايعه بولي او ويلي چې امريکا خپل يواتل له لاسه ورکړى دى .
اخوا دبرطانيه لومړي وزير ټولنيبلرهم دهالبروک دمړيني له امله خفګان څرګند کړى .
ويل کيږئ هالبروک په تازه ګۍ سره دافغانستان دحکومتدارۍ او دپراختيا دحالات په اړه کارونه پيل کړي و.