کور / تازه خبرونه / چارواکي: په ٢٤ ساعتونو کي ١٢ وسله وال نيول شوي

چارواکي: په ٢٤ ساعتونو کي ١٢ وسله وال نيول شوي

په هيواد کې په تيرو څلرويشت ساعتونوکې دملي اردو دچاڼيزو عملياتو په ترڅ کې دولس تنه وسله وال مخالفين نيول شوي .
په هغه خبرپاڼه کې چې دملي دفاع وزارت له لورې خپره شوي يادشوي کسان دهيواد په بيلا بيلو ولايتونوکې له يوه اندازه جنګي وسلو اومهماتوسره نيول شوي دي .
خبرپاڼۀ دعملياتو په ترڅ کې د وسله والومخالفينو له وژلو څخه هم خبر ورکوي .
ديوبل خبرله مخې يادشوى وزارت په تيرو څلرويشت ساعتونوکې دسړک دغاړي دڅلور حلقي ماينونو دکشف اوشنډکړي دي
خبرپاڼه زياتوي پوليسو په څو بيلابيلو عملياتوکې په بغلان،جوزجان،کندهار ،اروزګان اوغزني ولايتونوکې يوه اندازه وسلې اومهمات کشف کړي دي .