کور / تازه خبرونه / د هيواد محبسونه پر معيار نه دي برابر

د هيواد محبسونه پر معيار نه دي برابر

دزندانونو اوانتظار خونو لوي رئيس وايي دهيواد زندانانو لاهم په ملي اونړيوالو معيارونو نه دي جوړشوي او په غيرې اصولي ډول په کې بنديان اوسيږي .
نوموړې دهرات له زندان څخه دليدنې پرمهال وويل په محبسونوکې دځاى کمښت او دزاندانيانوزياتوالى ددې لامل شوى چې بنديان په ناروغۍ اخته شي اوپه ناوړه حالات کې ژوند وکړي .
دا په داسې حال کې ده چې په ټول هيواد کې اتلس زره شپږ سوه زندانيان دبيلابيلو جرمونو په تور په محبس کې شپې ورځې تيروي .