کور / تازه خبرونه / زابل: د څلورو طالبانو د وژلو ادعا وشوه

زابل: د څلورو طالبانو د وژلو ادعا وشوه

د زابل امنيه قوماندان ډګروال عبدالمالک واحدي وائي چي د دوى پولیسو، ملي اردو او د ايتلاف سرتیرو د ګډو عملیاتو په ترڅ کي وسلوالوطالبانو ته مرګ ژوبله ور اړولې ده.
د واحدي په خبره چي یاد عملیات د زابل ولایت د شاه جوى ولسوالۍ اړوند د چینو په سیمي تیره شپه پر دوې بجې ترسره شوي، نوموړى زیاتوي چي د ايتلاف ځواکونو د هوائي بمبار د لاري څلور تنه وسلوال طالبان وژلي چي د وژل شوو د ډلي څخه ئي یو تن وسلوال پاکستانى دى.
طالبانو لا تر دې دمه دپیښي په اړه رسنیوته څه نه دي ویلي.