کور / تازه خبرونه / زابل: اوو پوځيانو او پنځو وسلوالوته مرګ ژوبله واوښته

زابل: اوو پوځيانو او پنځو وسلوالوته مرګ ژوبله واوښته

د زابل د والي وياند محمدجان رسوليارنن سې شنبې رسنیو ته وويل چی تيره شپه افغان او بهرنيو ځواكونو په شاجوى ولسوالۍ كي نظامي عمليات تر سره كړي چي په ترڅ كي يي درې تنه وسلوال وژل سوي او دوه نور ټپيان دي .
همدارنګه رسولياروايي چي په همدې شپه په نوموړي ولسوالۍ كي د ملي اردو او ملي پوليسو پر پوځی ګاډو د ماين چاودنه سوي چي په ترڅ كي يي دوه افغان سرتيري وژل سوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
تردی دمه وسلوالو طالبانو په دی اړه رسنیو ته څه نه دی ویلی.