کور / سپورټي / کرکيټ بورډ د سرور احمدزي معلومات ناسم وبلل

کرکيټ بورډ د سرور احمدزي معلومات ناسم وبلل

د افغانستان د کرکيټ بورډ له خوا خپره سوې خبرپاڼه وايي دوى کوښښ کوي، چي د ملي لوبډلي د لوبغاړو معاشونه په راتلونکي کي له ۱۴۰۰ امریکايي ډالرو څخه لوړ کړي.
کرکټ بورډ د ښاغلي سرور احمدزي معلومات ناسم بللي چي د فيسبوک په پاڼه کي يې خپاره کړي وو.
کرکټ بورډ وايي له ښاغلي سرور احمدزي څخه د یو افغان په حیث مننه کوي چي د ملي لوبډلي په اړه يې له ولسمشر حامد کرزي سره خبري کړي دي، خو د کرکټ لوبډلي د معاشونو په هکله معلومات يې ناسم دي.
خبرپاڼه وايي ښاغلي احمدزي ليکلي چي ملي لوبغاړو ته اوس د مياشتي ۵۰۰ امریکايي ډالره معاش ورکول کېږي، چي تر دې وروسته به ۱۵۰۰ ډالرو ته لوړ شي، خو خبرپاڼه وايي د ملي لوبډلي د لوبغاړو اوسنى مياشتنى معاش ١٤٠٠ ډالره دئ، چي په راتلونکو وختونو کي به تر دې هم لوړ سي.
خبر پاڼه وايي لوبغاړو ته د هر سفر د ورځي خرڅ په اروپا کي ۷۵ او په آسیا کي ۵۰ امریکايي ډالره دئ.
کرکيټ بورډ ويلي په آسيايي لوبو کي د سپینو زرو د مډال په ګټلو افغان کرکټ بورډ هر لوبغاړي ته ۱۰۰۰ ډالر انعام ورکړى، او د لویو وچو جام په سیاليو کي د هري لوبې غوره لوبغاړو ته ۱۰۰۰ ډالر او د ټولي سیالۍ دوو غوره لوبغاړو ته يې دوه- دوه زره ډالر انعامونه ورکړل.
په خبرپاڼه کي د عزیزي بانک د مرستو يادونه هم کړې چي لوبغاړو ته يې یوه يوه عراده صفر کیلو متر موټر انعام ورکړى، او کابل بانک بيا هر لوبغاړي ته ماسټر کارډ ورکړى، چي یو څه پیسې هم پکښې وې.