کور / تازه خبرونه / د مولانا فضل الرحمان د ګوند غړى د فساد په تور له کابيني و ايستل سو

د مولانا فضل الرحمان د ګوند غړى د فساد په تور له کابيني و ايستل سو

د پاکستان صدراعظم سيديوسف رضا ګيلاني د جمعيت العلماء الاسلام د ګوند غړى له خپلي کابينې څخه و ايستئ.
ګيلاني ويلي چي د ساينس او ټکنالوژۍ وزير اعظم خان سواتي او د مذهبي امورو وزير حامد سعيد کاظمي يې ځکه له کابينې ايستلي چي په اداري فساد کي يې لاس درلودئ او د پاکستاني حاجيانو په مراسمو کي يې ډيري پيسې پورته کړي دي.
بلي خوا ته د جمعيت العلماء الاسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان له کابينې څخه د خپل ګوند د غړي په ايستلو خواشينى سوئ او له ايتلافي حکومت څخه د خپل ګوند د وتلو پرېکړه کړې ده.