کور / سياسي / د ولسی جرګې د مشروعیت اغیزه پر افغانی ټولنه

د ولسی جرګې د مشروعیت اغیزه پر افغانی ټولنه

له هغه ځایه چې د افغانستان اوسنې ولسواکې د افغانی ټولنې د سیاسی ، ټولنیز او اقتصادی ودې او  تکامل ثمره نه ده بلکې د افغانستان موجوده دولت ، سیاسی حالات او ولسواکې د بهرنیانو د پوځی او سیاسی یرغمل لاسته راوړنه ده په بڼستیزه توګه نه افغان دولت (حکومت، ولسی جرګه او مشرانو جرګه او ، قضایی نظام- ستره محکمه او لوی څارنوالی) او نه  د افغانستان ولسواکې نظام سیاسی مشروعیت لری ځکه چې له بده مرغه ګران افغانستان نه  سیاسی خپلواکی لري او نه افغان دولت ملي واکمنې ټینګولای شي ، نو له دې کبله د ولسي جرګې د ټولټاکنو د نتایجو اعلان پّه بڼستیزه توګه کومه ملی مشروعیت نلري.


د عدم مشروعیت سره سره که چیرې د ولسی جرګې د ټولټاکنو نتایج وڅېړو د یوی نړیواله او سیمه ایزی ستراتیژي د پلې کیدو نتایجو را برڅیره کوي چې موخه یی دا ده چې په افغانستان کې پښتانه د افغانستان د سیاسی ډګر څّخه وایستل شي پښتانه په افغانستان په یوه لږه کی قوم باندې بدله شي ترڅو پښتانه په  سیاسی، پوځي ، ټولنیر ، اقتصادی او له علمي  پلوې سخت وځپل شي اوبل مقابل په افغانستان کې غیر پښتانه په یوه ستره سیاسی ، پوځي ، اقتصادي ، علمي او ټاکونکې ټولنیره ځواک باندې بدله شي ځکه چې بهرنیان اټکل کوي چي د افغانستان غیر پښتانه بهرنیانو نو ته اوږه ورکوي ، بغاوت نه کوي او د نړیوالی تروریزم پرضد ښه جنګیزي او د پښتنو د کمزورکولو هوډ لري.


د دې ستراتیژي د پلې کولو د پاره هر یوه یرغلګر خپل موخه پر مخ بیایی امریکا او اروپایی ټولنې هیوادونه ځکه دا ضد پښتنې پلان پر مخ بیایی چې پښتانه د نړیوالی ضد تروریستی جګړې سره لیوالتیا نه لری او له بده مرغه طالبانو افغانستان ، پښتون ولس او ټول پښتني خاورې د القاعدې د مشر د ساتلو د پاره بربادې کړې او زموږ په ګران هیواد افغانستان کې  د اوو دیرشو یرغلګرو هیواودونو بیرغونه پورته شول. ایران غواړي چې په سیمه کې درې فارسي ژبې هیواد جوړ کړي د دې موخې د رسیدو د پاره په افغانستان کې پښتانه خڼد او ځڼډ بولي. پنجابیان د پښتنو غښتلتیا د پاکستان د ورک کیدو لامل بولي. پاکستان غواړي چې پښتون یوه خواره واره ، ناپوه ولس وي تر څو چې د اسلام تر نامه د هندوستان پر ضد یی وجنګوي ، او د پاکستان بقا او پايښت دپاره څخه کار ځینې واخلي.


 که چیرې د افغان دولت او د ولسې جرګې ملی مشروعیت یوې خوا ته پریږدو او یوازې د ټولټاکنې بهیر و ّڅېړو او د افغانستان د ټولټاکې د خپلواکې کمسیون او د افغانستان لوی ّڅارنوالی رسمی بیانیی ته وګورو چې  او د افغانستان د ټولټاکې د خپلواکې کمسیون ادعا کوي چې یو ملیونو او درې سوه زره رایی باطلی کړی دي او د د تقلب او نیوکې درې زره اسناد راجستر کړي دي او د لس هاوو ولس والیو ولسونه د امنیت د نشتوالې له امله له رای ورکولو څخه بې برخی شوی دي او د بلې خوا د  افغانستان لوی ّڅارنوالی ادعا کوی چې کره اسناد او شواهد په لاس کې لری چې په تولټاکنو کې درغلي شوي دي.


 موږ د افغان ولس په توګه څنګه د افغانستان د ولسي جرګې د ټولټاکنو پایلې و منو؟ دا چې څوک پښتنې سیمې د خپلو استازو د ټاکلوله حق څخه بې برخې کړې؟ دلیل یی ښکاره دی ، له یوې خوا طالبانو نه پریښودل چې پښتنو په ټولټاکنو کې برخه واخلی خو د بلې ّخوا په نسبتآ باامنو شمالی سیمو کې د افغان دولت ځواکمنه برخه یعنې د  شمال ټلواله د خپل شوم پلانونو په اساس او د ضد پښتنې نړیوالې ستراتیژی په اساس چې باید په افغانستان کې پښتانه د سیاسي او ټولنیز ډګر څخه ویستل شي اساسی رول ولوباوه او د افغانستان د هرات، بغلان ، کندوز، بلخ او غزنی کې حتی یوه  پښتون د ولسی جرګې د استازې په توګه هم برخه نه لري.نو د حل لاره څه ده؟


د حل لاره دا ده چې د ولسې جرګې نتایج باطله اعلان شي . خو په بنستیزه توګه د حل لاره دا ده  چې افغان دولت او ولسی جرګه دواړه ړنګ شي او د لویی جرګې د پریکړې به اساس یوه موقته حکومت منځ ته راشي ، بیا  موقته حکومت د بهرنیو یرغلګرو پوځونو  د وتلو د پاره یوې  رښتینې مهال ویش وټاکې ترّڅو چې طالبانو د جګړې څخه لاس واخلی البته دا پلان په ویلو کې آسان ښکاری خو د پلې کیدو په صورت ډیر احتمال لری چې نیم ګړی پلې شي او افغانستان یو ّځل بیا کورنیو جګړو سره مخامخ شي.


د بلې خوا همدا اوس روسانو د افغانستان په شمالی سیمو کې د افغانستان د پولیسو د غښتلتیا تر نامه شمالی تلوالی په مډرنو وسلو سمبالوي او اربکی (ملیشې) جوړوي.  د ایران حکومت  د طالبانو سره تر هغه وخته پورې مرستې ته دوام ورکوی چې په افغانستان کې بهرنی ځواکونه میشت وي او له هغې ورسته بیا د د شمالې تلوالې سره پوځی او سیاسی  مرسته کوي. د افغانستان د سیمه ایزي یوه بد مرغی بله لویه لامل د ایران او پاکستان رقابت دي خو د ایران لاس اوس په افغانستان کې ځکه  بر دی چې د افغانستان د اوسنې ولسی جرګې په ټولټاکنو کې د ایران  جواسیس اکثریت څوکی ګټلې دي. 


 ولسې جرګې خو لاپریږده چې ولس مشر کرزی او د هغه مرستیالان ، ګڼ شمیر والیان او عالی رتبه ملکی او پوځی چارواکان د ایران څخه نتخوا خوری او د هغوی اجیران دي. لعنت الله علل خائینین. له هغه ّځایه چې د افغانستان د ولسی جرګې سیاسی جوړښت د افغان د ولس د سیاسی ،قومی او سیمه ایرې جوړښت استاّځیتوب نشي کولای او له درغلی او عدم مشروعیت سره مخامخ دی د افغان ولس ستونزو حلولای نشي تر دی نه ښه به دا وي چې د کابل حکومت بې له ولسی جرګې خپل کار ته دوام ورکړي ځکه چې د ولسی جرګې یوځل بیا کیدل د همدغو ستونزوسره به بیا مخامخ شي.


موږ هم د افغانستان د لوی څارنوال هغه پریکړه منو چې له محاکمو غوښتي چې د ولسی جرګی ټاکنو وروستۍ پایلې لغوه اعلان کړي. د لویې څارنوالۍ چارواکي وایي، دا پرېکړه یې د هغو لاسوندونو پر بنسټ کړې چې په ډاګه کوي په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې او ټاکنې مشروعیت نه لري. د لويې څارنوالۍ دغه نوې غوښتنې ښايي د هغو ولايتونو د استازو د پرله پسې اعتراضونو لپاره يو ښه ځواب وي چې تر اوسه يې د ټاکنو پايلو ته غاړه نه ده اېښي خو له بلې خوا د هغو کاندیدانو اعتراضونه را پارولی شي چې د ښاغلي معنوي له لوري ګټونکي اعلان شوي دي.


 تل د وي افغان سرکښ خپلواکي غوښتونکې ملت.