کور / شعر / د ډاکتر حسن د شعر په اکتفا

د ډاکتر حسن د شعر په اکتفا

غزل : نجیب الله آرین (لندن)


یو نظر دي یوړم دا څـــــــــه زور لرې په سترګو کي
څړیکو دپرهر ته مي اوس پور لرې په سترګو کي


میني اباد کړي دي کورونه خلکــــــــــــو زړونو کي
ته راته جــــــــــــــانانه د زړه کور لرې په سترګو کي


څوک د په نظر کړل، څوک خمــــــــار د له نظره کړل
بس دي که جانانه لا څــــــــه نور لرې په سترګو کي


څــومره یې کمزوری چي دمینې اظهار نــــــــه کوې
کله هم چي درشــــــــــم دا پیغور لرې په سترګو کي


ولي به آرین د طبیب لارو کوڅــــــــــــــــــــو ته ځي؟
ته چي یې زخمونو ته ټکــــــــور لرې په سترګو کي