کور / شعر / ولې لاړل؟

ولې لاړل؟

لـه بـي علمۍ نـه مو کلتورژبـه دودونـه لاړل
وایوشرمیږوبي شرمي کی مـوکـورونـه لاړل

وایووفاوایمانـداري وغـیرت زمـوږګـاڼـې دي
دې ښـوخـویونـوکي له موږ نه اولادونه لاړل

له ښـوخـویونـوسره ښه عـقـل انسان ته کنزده
اوکه نه ډیرونه په ژوند کي ښه خویونه لاړل

ځان ته اوښیاروایوخونـوروته ساده ښکاریږو
ولي خپل ځان نـه پـیږنـوچي مو ځانونه لاړل

موږ دایمان پـه لارکي ډیـري سرښندني کړي
لـه نوروزموږ پـه دښمني کي ایمانـونـه لاړل

داتورغـوبل چي نن په موږه دی ګناه موڅه ده
جګړه دنوروکي زموږسرخپي لاسـونه لاړل

زړه سـوی دهـیچا پـه مـظلـومـو پښتنو ونشي
که خپله ویښ نشوو(علی خانه)ارمانونه لاړل