کور / شعر / غزل

غزل

زما دزړه غــــــــــوټی دغوړيدلو وړاندی توری شی
لاړ شی ارمـــانونه داسمان په غيږ کی ستوری شی
زه دعشــــــــــــق ماڼی په څو کلونو کی راجوړی کړم
څه توفان پری راشی ټولی هيلی می نسکوری شی
منمه زمـــــــــــــــا قسمت خولا تراوســــــــــه مرور دی
ګل ته چی لاس وروړمه اځغی ورباندی پوری شی
يو زړه درنه غواړمــــــــــــــــــــه چې زه په کی اوسيږمه
هغه که لا نه وی نو دمرګ تياری دی جـــــــــوړی شی
څـــــــــــه بدرنګه وخت زموږ په کور کلی راغلی دی
ډکی دحيا پښتنی پيغـــــــــــــــــلی می سر توری شی
نور لا څـــــــه تری غواړی دوی په ګډه دا ناری وهی
چيرته چې پښتون وی په هغــو دی مندی بوری شی
ته (دځلبلاند) دزړه چـــــــــــــــــــاودون ته انتظار کوه
خون به ئی د مينی ستا په سپينــــــه غاړه پوری شی