کور / سپورټي / د کرکټ د غوراي په سيالي کي مزارشريف او سنمګان مات سول

د کرکټ د غوراي په سيالي کي مزارشريف او سنمګان مات سول

د کرکټ ولايتي سيالي چي لاهم د ننګرهار ولايت په مارکو او بهسودو لوبغالو کي روانې دي نن دجمعې په ورځ په مارکو لوبغالي کي د سمنګانو او جوزجان ولايت ترمينځ ۴۰ اوريزه سيالي شوه. پچه( ټاس) د جوزجان لوبډلې وګاټه او خپله يې توپوهنه هم پيل کړه، نومړي لوبډلې په اخري اور کي د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره ۱۸۶ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته يې ۱۸۷ هدف (ټارګنټ) وټاکه.
ورپسې چي دسمنګانو کرکټ لوبډلې توپوهنه( بيټينګ) پيل کړه، دوي په ۳۷ اور کي د ۷ لوبغاړو په سوځيدو سره ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوه او لوبه يې وګټله. پدې لوبه کي تر ټولو ښه لوبه نبي وکړه، د ۴۲ منډې جوړې کړې او دوې ويکټې يې هم واخيستې. ددغې لوبې نندارې ته د سيمې ګڼ شيمر اوسيدونکي راغلي ول او دخپلې خوښې لوبډلې په پلوي چکچکي او نعرې سورې وهلې.
اخوا د همدې ولايت په بهسودو ولسوالي کي هم د غزني ولايت او د مزارشريف د کرکټ لوبډلو ترمينځ سيالي تر سره شوه. په دوې کي پچه دغزني لوبډلې وګاټه او توپوهنه يې هم په خپله پيل کړه. غزني د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره ۲۵۳ منډې د مزارشريف لوبډلې ته هدف وټاکه. ورپسې د المانځه او ډوډي خوړلو و قفه شوه، له هغې وروستو چي د مزارشريف لوبډلې توپوهنه پيل کړه نو د مقابلې لوبډلې توپويشتونکو يو پربل پسې څو تنه وسوځول، آن داچي د مزارشريف ټول لوبغاړي په ۱۳ اورکي په ۶۳ منډو باندې وسوځيدل او دا لوبه د غزني لوبډلې په ډير لوي توپير ۱۹۰ منډو باندې وګټله. پدې لوبه کي غوره لوبغاړي( مين آف د ميچ) امان ونومول شو. د ۳۵ منډې جوړې کړې او هم يې ۳ ويکټې واخيستې.