کور / سپورټي / د افغان کرکټ بورډ د رسنيو مسئول استعفا ورکړې

د افغان کرکټ بورډ د رسنيو مسئول استعفا ورکړې

يوه اونۍ مخکې د افغان کرکټ بورډ د رسنيو مسؤل الهام الحق ياسيني له خپلې
دندې استعغا ورکړي وه، نوموړي وايي چې هيله لرم افغان کرکټ بورډ د کرکټ
اداره پياوړې او افغان کرکټ ته وده او پرمختګ ورکړي، ياسيني وايي افغان
کرکټ بورډ سره د دندې کولو لامل خپلو هيوادوالو او افغان کرکټ ته خدمت
کول و او د دندې پرېښودولو لامل نوموړي شخصي پلان بولي.
د الهام ياسيني په اړه د افغان کرکټ بورډ اجرايوي مشر نسيم الله دانش
وايي ((الهام ياسيني په خپله دنده کې ډير پوه او مخلص انسان دي او موږ
يې د کرکټ بورډ سره کارونه ستايو، دانش وايي چې افغان کرکټ بورډ يې په
تللو خفه دي او په ژوند کې ورته برياليتوبونه غواړي)).
په افغان کرکټ بورډ کې د رسنيو د څانګې افسر ډاکټر کمال سادات چې د الهام
ياسيني سره يو ځاي کار کولو د ياسيني په اړه وايي(( تکړه ځوان ژورناليست
دي، افغانستان او دافغان کرکټ د پرمختک او ودې سره بې کچې مينه لري، په
کرکټ بورډ کې يې ښه وخت تېر کړي، د افغان کرکټ د پرمختګ لپاره يې د
رسنيو برخه کې بې څاري کارونه کړي دي)).
د نوموړي په اړه د رسنيو د څانګې پخواني لومړي افسر فريد هوتک وايي ((
الهام ياسيني په کار پوه او مخلص شخصيت دي، نوموړي د افغان کرکټ بورډ د
رسنيو څانګه په معاصر شکل جوړه کړه، ما خپله د ياسيني څخه ډير څه زده کړل
او څه يې چې ياد ول هر چاته يې کوښښ کولو چې ورزده کړي )).
ياسيني وايي چې د افغان کرکټ بورډ سره په لسو مياشتې دنده کې ډېر کارونه
کړي چې ښه بيلګه يې په زرهاوو کورنيو او نړيوالو رسنيو ته د په سلګونو د
افغان کرکټ بورډ معلوماتي خبر پاڼې او ليکنې استولي، همدارنګه نوموړي
وايي چې د افغان کرکټ د پرمختګ لپاره مې د کورنيو او نړيوالو رسنيو سره
ښې اړيکې جوړ کړي چې افغان کرکټ ته خدمت وکړي. نوموړي وايي چې اوس مهال
يې د افغان کرکټ بورډ لپاره د يوې څلور مياشتنۍ مجلې او پياوړې ويب پاڼې
کارونه پاي ته رسولي چې ډير ژر به په ليکه شي.
الهام ياسيني اوس مهال د افغان ملي بانک د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې
دنده پر مخ بيايي او د کرکټ بورډ د ندې په اړه وايي چې په هر ځاي کې يم د
افغان کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره به کار کوم او خپله مقدسه ژورناليستکي
دنده به پر مخ بيايم، همدارنګه ياسيني زياتوي چې هر وخت او هر ځاي کې د
افغان کرکټ بورډ د مثبتو کارونو او د افغان کرکټ د ودې او پرمختګ په خدمت
کې يم